Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې د ډنډې پټان لارې تړل کېدو له امله د فرضي کرښیې دواړو غاړو ته زرګونه بار موټر ولاړ دي  

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/02

د پکتیا ولایت ډنډ پټان او د پښتونخوا کورمې ایجنسۍ د خرلاچي لاره له تیرو شپږو ورځو راهیسې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تړل شوې ده. 

اسلامي امارت دغه لاره د هغې کړنې په غبرګون کې تړلې ده،چې څو ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو پر مسافرو ډزې وکړې او له امله یې یو کس ووژل شو او دوه نور ټپیان شول .

د پکتیا اطلاعاتو او کولتور ریاست مشر خالقیار احمدزی وايي:« دامهال دغه لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. هېله شته دی،چې ژر به پرانېستل شي. البته دغه لار د  افغان لوري لخوا تړل شوې او که مزاکرات پایله ورکړي،نو خلاصه به شي.» 

د فرضي کرښې دواړو غاړو ته زرګونه بار وړونکي موټر ولاړ دي او موټر چلوونکي د لارې ژر پرانېستلو غوښتنه کوي. 

یو تن موټر چلووونکی وايي:«شپږ ورځې کېږي،چې د دغې لارې تړل کېدو له امله دلته ولاړ یو. د دې مالومات نه کېږي،چې کله به لاره خلاصېږي.»  

د ډنډپټان له دغې لارې هره ورځه لسګونه ناروغان اوړي،چې اوس د لارې بندیدو له کبله د فرضي کرښې دواړو غاړو ته بند پاتې دي. 

یو شمیر ناروغ لرونکي کسان بیا وايي، له څو شپو راهیسې د تګ لپاره په تمه دي او له مالي ستونزو سره مخامخ دي.

یو تن ناروغ لرونکی وايي:« د  اسلامي امارت له چارواکو مو هېله دا ده،چې د خلکو ستونزه هواره کړي. اوس مهال پر دې لاره  ناروغانو ته هم د تګ اجازه نه ورکول کېږي.» 

د پکتیا اطلاعاتو  او کولتور ریاست مشر خالقیار احمدزی بیا وايي، د قومي مشرانو په منځګړیتوب له پاکستاني لوري سره خبرې روانې دي او که غوښتنې یې ومنل شي، اسلامي امارت به د لارې د خلاصدو اجازه ورکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist