Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کندهار کې د درېیو بندونو جوړېدو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/28

د کندهار کې د ځايي مسوولين وایي،د دغه ولایت  په شاوليکوټ او  سپين بولدک ولسوالیو کې د باراني اوبو د مهار  لپاره د درېيو سترو بندونو چارې ۸۰  سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد ولایت د کرنې ریاست مشر مولوي محمود مظلوم وايي، په دغو بندونو کې د اوبو زیرمه کول به په يادو دوو ولسوالیو کې د کرنې د ودې او د وچکالۍ د اغيز په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

دغه راز مظلوم وايي، په یاد  ولایت کې د يو شمېر نورو بندونو د تړلو کارونه هم روان دي.

هغه زیاته کړه:« په شاولیکوټ او سپین بولدک ولسوالیو کې درې بندونو جوړېدو چارې شروع شوي دي. له موسسو سره مو خبرې کړې. ۸ ځایه نور هم په نښه شوي دي.» 

دغه بندونه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه په سپارښتنه جوړیږي، خو تر اوسه پورې دقیق لګښت څرګند نه دی.

د کندهار په سپين بولدک او شاوليکوټ ولسوالیو کې د بندونو د جوړېدو د پروژو مشر عبدالخالق وایي د بندونو جوړېدل به ۵۰ زره جريبه ځمکه خړوبه او تر پنځه ميلیونه متر مکعب زياتيې اوبه به ذخيره کړي.

هغه زیاته کړه:« دا درې د بندونه په شاولیکوټ او سپین بولدک ولسوالیو کې جوړېږي. دا بندونه به شااوخوا پنځه نیم میلیونه متره معکب اوبه ذخیره کړي. دا بندونه د خلکو غوښتنې او د  شیخ هبت الله اخوندزاده په هدایت سره جوړېږي.» 

د سيمي خلک وای، د دغو بندونو په جوړېدو سره به کندهار کې د وچکالۍ د اغيزو د کمېدو ترڅنګ خلکو ته د کار کولو زمينه هم برابره شي.

د کندهار یو تن اوسېدونکی محمد نعیم وايي:«دا بندونه،چې هرڅوک جوړوي، کور دې ودان وي. که داسې بندونه جوړ شي، نو په هېواد کې به وچکالۍ نه راځي.»  

کندهار کې د باراني اوبو د ضايعاتو له امله هر کال د دغه ولایت اوسېدونکي د وچکالۍ له ستونزو سره مخ وي خو تازه مسولين وایي،د لويواو کوچنیو بندونو په تړلو غواړ، نور سېلابي اوبه ذخيره او ورڅخه د کرنيز سکټور د پياوړتیا لپاره ګټه پورته کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist