هوتک وايي، سیال مې قوي و، مات مې کړ، ټپونه او دردونه مې درلودل خو د بریا ویاړ او هیواوالو خوښیو مې دردونه هېر کړل.
هغه زیاته کړه:« د دردونو احساس مې کاوه، خو کله چې بریا زما شوه، باور وکړئ، یوه شپه مې سترګې هم کار نه کاوه، خلاصېدله نه، خو بیا هم ډېر خوشاله وم. اصلا مې دې ته فکر نه وه. خپل هدف مې دا وه،چې بریا ترلاسه کړم او افغانان خوشاله کړم. هغه هدف ته چې کله ورسېدم، نو ما د دردونو احساس ونه کړ.»
هوتک وايي، له افغانستانه یې هم د تشویق پيغامونه ترلاسه کړي وو، خو په روسیه کې مېشتو افغانانو هم ستایلی، او سیالۍ لېدو ته لوبغالي ته ورغلي ول.
هوتک زیاتوي:«روسیه کې ډېر تشویق شوم،هلته چې څومره افغانان ول، ټول راغلي ول او تشویق یې کړم. له سیالۍ وروسته مې هم له هغوی ډېر پيغامونه ترلاسه کړل،چې واقعا یې خوشاله کړم.»
احمد ولي هوتک چې اوس یې ظاهرآ روغتیايي وضیعت ښه ښکاري، وايي، د پلان له مخې یې دې میاشت کې بله سیالي هم وه،خو د ډاکټرانو په مشوره راتلونکي سیالي د روان کال سپټمبر میاشت کې ترسره کوي.
هغه زیاته کړه:« ټاکل شوې وه،چې راتلوونکې سیالۍ مې د اګست پر ۵ مه وشي، دا د ډاکټر له نظره او خپله مې هم وغوښتل،چې دا سیالي وځنډول شي. انشاء الله راتلوونکې سیالۍ به مې سپټمبر میاشت کې وي.»
د روسي سیال پر وړاندې له بریا وروسته پر کوردننه او بهر د احمد ولي هوتک د ستاینې لړۍ ګرمه وه،خو لوبغاړي په حاکم نظام او سوداګرو غږ کوي،چې مالي او نورو برخو کې ورسره همکاري زیاته کړي،تر څو وکولای شي،افغانستان ته لا نور ویاړونه او لاسته راوړنې راوړي.