په سوېل کې د پکتیا ولایت لجې منګل ولسوالۍ درې سیمه کې زرګونه کورنۍ ژوند کوي او بېلابېلو برخو کې لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
دلته له کلونو راهیسې مخابراتي چوپړتیاوې پر نشت حساب دي او خلک له اسلامي امارته غواړي،چې مخابراتي چوپړتیاوو ته دې د دوی لاسرسی اسانه کړي.
د لجې منګل ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« سړک ته اړتیا لرو،دغه د ټیلیفون پایه ګورئ! دا که فعاله شي،موږ به د اړتیا پر وخت خپلوانو ته زنګ وکړو،اوس ډېری وخت په څلور زره موټر نیسو او خلکو ته د مړه او ژوندي احوال ورکو.»
د لجې منګل ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« موږ له اسلامي امارته غواړو،چې دغه پایه فعاله کړي. ډېری وسایل یې مخکې راوړل شوي دي. هېله ده،چې راته فعاله یې کړي.»
د لجې منګل ولسوالۍ اوسېدونکي همدا راز وايي، د اړتیا پر مهال د یوې ټلیفوني اړیکې نیولو لپاره د غرونو لوړو څوکو او یا څمکنیو ولسوالۍ ته ساعتونه مزل کوي او د دوی لپاره دغه یوه اړیکه څلور سوه افغانۍ لګښت لري.
د لجې منګل ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« که چاته کومه ستونزه پیدا شي، یا غواړي یوه اړیکه ونیسي،د غرونو څوکو ته او یا څمکنیو ولسوالۍ ته ساعتونه مزل کوي. او تر هغه ځایه څلور سوه افغانۍ لګښت راځي.»
بل پلو د پکتیا مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ مشر نصیرالله هجرت هم مني،چې د لجې منګل اوسېدونکي له کلونو راهیسې له له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي.
هجرت ډاډ ورکوي،چې نږدې راتلونکي کې به یو شمیر مخابراتي شرکتونه لجې منګل ولسوالۍ کې فعالیتونه پیل کړي.