د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، هره میاشت د کانونو د کېندنو او ډبرو سکرو د صادراتو له لارې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ میلیون افغانۍ عواید لاسته راوړي.
دوی وايي، تل د خپلو عوایدو ټول مالومات له ولس سره شریک کوي.
د یاد وزارت ویاند وايي،په کارونو کې یې شفافیت موجود دی او همدا لامل دی،چې هرڅه د رسنیو له لارې خپروي.
هغه وايي، هره ورځ تر زرټنه پورې د ډبرو سکاره له ۱۷ بېلابېلو ځایونو استخراجیږي.
د هغه په خبره، افغانستان کې له ۸۰ په ډېرو سیمو کې د ډبرو سکرو ستر کانونه موجود شتونه لري.