Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین: د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو لپاره مو څه باندې ۳۰ میلیونه افغانۍ مرسته راټوله کړې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/05

د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنايعو خونې د پکتيکا او خوست زلزله ځپلو لپاره  د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانۍ  راټوله  کړې مرسته، د يوې خبرې غونډې پر مهال   پيښو ته د رسيدو په چارو کې د دولت وزرات مسوولينو ته وسپارله.

د یادې خونې د عامل مشر شفیق الله عطايي وايي،  په راټوله شوې مرسته کې د مرکزي سوداګرۍ خونې له لورې۱۳  میليونه افغانۍ،د کندهار سوداګرۍ خونې له لورې ۱۰ میليونه افغانۍ او پاتې نوره مرسته د هېواد بېلابېلو ولايتونو کې د افغان سوداګرو او پانګه والو  له لورې راټوله شوې ده.

عطايي زیاته کړه:« یوازې د افغانستان له مرکزي خونې ۱۳ میلیونه افغانۍ را ټولې شوې. په همدې ډول د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هڅو په لړ کې له کابو ټولو ولایتي او سیمه ییزو خونو په ځانګړې توګه له هرات خونې اته نیم میلیونه افغانۍ، فاریاب کې یو میلیون افغانۍ، اندخوی کې یو لک افغانۍ، فراه کې دوه میلیونه اووه سوه زره افغانۍ، کندوز کې یو میلیون افغانۍ راټولې شوې او همدارنګه له کندهاره د مرستو ټولونې بهیر لا هم دوام لري.» 

د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی خانجان الکوزی بیا وايي،  د پکتيا او خوست د زلزله ځپلو لپاره د دولت له لورې د ټاکل شوې بېړنۍ کميټې وغوښتل،چې مرسته دې د تر زيانمن شویو کورنيو پورې په شفاف ډول ورسوي.

الکوزي زیاته کړه:« وروسته هېله مو مولوي صاحب! دا ده،چې موږ خپل مسوولیت د الله ج پر نزد ادا کړ. دا مسوولیت اوس ستاسو دی، چې دا تر مستحقینو پورې ورسوئ. دا پیسې باید هغه چا ته ورسېږي، چې هغه واقعا مستحق وي، هغه چا ته ورسېږي، چې هغه اړمن وي. موږ پر دې باور لرو، چې اسلامي امارت دا کار کوي.» 

پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت د بېړنۍ کميټې مشرشرف الدين مسلم وايي:«اوس چې موږ هلته کومې کمېټې ټاکلي دي، پر هغو بیا نورې مرکزي کمېټې ټکال شوي دي او د هغوی د کار څارنه کېږي. هلته په منظم ډول د خلکو مالونه ثبت کېږي. کورونه لومړی سروې کېږي او بیا وروسته ورته توضیع کېږي. هلته د شکایتو یوه ډله هم لرو، که څوک هغې ته مراجعه وکړي، شکایت یې بیا مرکزي کمېټې ته راځي. بیا هغه اړوند کمېټې راغوښتل کېږي، چې ولې دې کسانو ته حق نه دی رسېدلی؟ نو انشاء لله زه فکر کوم، چې دا هر څه به په شفافه بڼه باندې وي او عادلانه به وي.» 

مسلیم وايي،  زلزله ځپلو کورنيو ته يې په لنډمهاله توګه سرپناوې جوړې کړي او د دايمي سرپناه جوړلو په برخه کې یې د نړيوالو او افغان پانګه وال مرسته اړينه ده. 

هغه زیاته کړه:« له نړیوالې ټولنې  او له خپلو ملي سوداګرو مو غوښتنه دا ده،که دې کسانو ته اولیه مرستې هم ورسېږي، بیا هم دې ته اړتیا شته دی،چې دوی ( زلزله ځپلو) ته یوه بنیادي سرپناه جوړه شي، ځکه ژمی راروان دی، بنیادي سرپناوو ته اړیتا ده،چې دوی ته جوړې شي. د څښاک پاکې اوبه ورته برابرې شي. مجهز روغتونونه او کلینیکونه ورته فعاله شي.» 

د پکتيا او خوست زلزله ځپلو سره په کوردننه ګڼ شمير هېوادوالو او افغان پانګه والو مرستې راټولې کړې او ځينو بیا تر اغيزمنو سيمو هم رسولې دي.

د پکتیکا او خوست زلزله کې زرګونه کورونه ویجاړ او یا اغیزمن شوي،چې ډېری سیمو ته تراوسه پورې مرستې هم نه دي رسیدلي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist