Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
احمد ولي هوتک د جون پر ۲۴ د قرغز سیال پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي

احمد ولي هوتک د جون پر ۲۴ د قرغز سیال پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/14

 د افغانستان د ازادو سیالیو نامتو لوبغاړی احمد ولي هوتک د خپل قرغز سیال پر وړاندې د سیالۍ لپاره د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۲۳ مه» روسیې ته ولاړ. 

هوتک روسیې ته له روانېدو مخکې په یوه خبرې کنفراس کې د راتلونکې سیالۍ په اړه مالومات ورکړل، چې د روانې جون  میاشتې پر ۲۴ مه نېټه به روسیې کې ترسره شي.

 هوتک وايي:« ټاکل شوې ده،چې د جون میاشتې پر ۲۴مه په ډبلیو. ټي. کې. اېف سازمان کې یوه  لوبه ولرم. وروستیو کې تحولات راغلل او له دې تحولاتو سره د اېم. اېم. اې فعالیت تقریبا بند شوی او لوبې کمې شوې. زه ژمنه درکوم،چې له دې وروسته خپلې لوبې پیل کوم او په نورو نړیوالو سازمانونو کې هم سیالي کوم. دا لوبه مې د قرغېز سیال پر وړاندې ده.» 

د احمد ولي هوتک او قرغزستان لوبغاړي تر مېنځ سیالي په  ډبلیو. ټي.کې.ایف سازمان کې ترسره کېږي،چې د نړۍ مشهوره سوک وهونکي او د ازادو سیالیو لوبغاړي په کې ګډون کوي.

هوتک ډاډ ورکړ،چې سیالۍ ته یې له وړاندې ښه تمرینونه کړي او ډاډه دی،چې سیالي به وګټي او افغانستان ته به بریا راوړي.

هغه زیاته کړه:« په افغانستان کې چې تر دې دمه یم، د سیالۍ لپاره مې ډېر زحمت اېستلی دی. هره شیبه مې افغانان سترګو ته درېږي. هره شیبه مو د افغانستان بریا سترګو ته درېږي،چې دا سیالي د افغانستان پر نوم کړو. لاهم یو څو ورځې وخت لرم،چې په مسکو کې به لا ډېره هڅه وکړم. زه چې ځم، زیاته هڅه مې دا ده،چې باید ګټونکی شم.» 

د احمد ولي هوتک مخالف لوبغاړی مراد،چې تر دې دمه ې څلور پروفیشنل سیالۍ ترسره کړي، د بریا ښه ریکارډ له ځانه سره لري، خو هوتک بیا ډاډه دی،چې سیالۍ ته یې ښه تیاری نیولی.

په هېواد کې له تحول راورسته د ازادو سیالیو ډېری لوبغاړي له هېواده ووتل، خو لا هم ځیني لوبغاړي پر کوردننه خپل تمرینات او لوبې ترسره کوي او له اسلامي امارته  د ملاتړ غوښتنه کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026
خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

جنوري 18, 2026
خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې
لوبې

خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

جنوري 6, 2026
د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
لوبې

د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

جنوري 6, 2026
کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه

جنوري 1, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist