Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په ننګرهار کې  سږ کال د کانال پر ځمکو د کرل شویو هندواڼو حاصلات  د نورو کالونو  پرتله زیات شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/01

په ننګرهار ولایت کې د کانال اړوند ځمکو یو شمېر کروندګر وايي، سږ کال د هندواڼو حاصلات د نورو کالونو پرتله زیات شوي دي. 

دوی وايي، له لرې ولایتونو سوداګر ورځي، چې ورسره د هندواڼو بیې هم لوړې شوې دي. 

د ننګرهار کانال اړوند ځمکې د هندواڼو یو تن ګروندګر وايي:«  اوس له ټولو ولایتونو سوداګر راځي. وړاندې د جګړو له امله دلته سوداګر نه شوی راتللی. خو اوس له ټولو ولایتونو سوداګر راځي او له همدې امله زموږ د   هندواڼو بیې هم لوړې شوي دي.» 

د کانال اړوند ځمکې د هندواڼو یو بل ګروندګر بیا وايي:« سږ کال د هندواڼو حاصلات ښه دي. خپل سر یې راته پوره کړی دی. له دولته مو غوښتنه داده،چې د تخمونو بیې خورا لوړې دي،په  دې برخه کې دې راسره همکاري وکړي.»

سوداګر چې وړاندې به دې سیمو ته د هندواڼو د پلور لپاره نه شو راتللی وایي،خوښ دي چې د ننګرهار هندواڼې نورو ولایتونو ته لېږدوي  او ګټه وټه پرې کوي.

د هندواڼو یو تن سوداګر وايي:« موږ د هندواڼو سوداګري کوو. موږ دا هندواڼې کابل او پلخمري ته لېږو. خپل د وطن تولېد ته ډېر خوښ یو. وړاندې به هندواڼې له پاکستانه راتلې او بیې یې ډېرې لوړې وې. یو من به شااوخوا ۳۰۰ افغانۍ وه.»

ګڼ شمېر خلک چې دلته د هندواڼو په بڼونو کې پر کار بوخت دي، وایي،خوښ دي،چې پر کور دننه ورته د کار زمینه برابره شوې او د پردیو هېوادنو له احتیاج خلاص دي.

دوی پر سوداګرو غږ کوي،چې په ننګرهار کې دې د زراعت په برخې نوره هم پانګونه وکړي.

ننګرهار کې یو تن ګاریګر وايي:« دلته د هندواڼو په فارم کې کار کوم. ډېر خوشاله یو،چې دلته یو څو روپۍ حلال رزق پیدا کوو.» 

ننګرهار کې یو شمېر خلک چې د سړک پر سر یې د هندواڼو هټۍ جوړې کړي وایي، له خپل کار او وطني تولید خوشحله دي او د تورخم،جلال اباد او کابل ته تلوونکي مسافر ترې هندواڼې اخلي او کار یې ښه شوی دی. 

اخوا د ننګرهار د کانال ریاست مشر مولوي غلام الرحمن وایي، د کانال اړوند په درې زره جریبه ځمکه د هندواڼ، کرکیله شوې او له ۱۵ تر ۱۶ زرو ټنو هندواڼې به ترې تر لاسه شي.

په ننګرهار کې که څه هم هر کال د کانال ریاست اړوند په زرګونو جریبه ځمکو هندواړې او نورې میوې او سبزي جات کرل کېده خو سږکال چې له یوې لورې امنیت ښه شوی او له بل لوري سوداګرو یاد ولایت ته مخه کړې کروندګر خوښ دي چې د نورو کلونو په پرتله به ډېره ګټه وټه وکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist