د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو.ایف.پي خبر ورکړی دی، چې په روان ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې یې د افغانستان په درې ولایتونو کې شااوخوا یو میلیون کسانو ته مرسته رسولې ده.
یاد پروګرام پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي،په میدان وردګ ، اروزګان او سمنګان هغه ولایتونه دي،چې دغه مرستې په کې شوې دي.
ویل کیږي،چې د دغو ولایتونو له ډلې میدان وردګو ته بیا تر نورو ډېره مرسته استول شوې ده.
د خوړو نړیوال سازمان بیا هم په افغانستان کې د قحطۍ له ګواښ اندیښنه څرګنده کړې ده.
د ملګروملتونو دغه پروګرام ویلي ،روان کال به په افغانستان کې تر ۱۹میلیونو کسانو پورې له سختې لوږې سره مخ شي.