• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په پکتیا کې د تاریخ تېرو خوراکي توکو او درملو راټولولو کمپاین پیل شو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/24

په سویل کې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز او ولسوالیو کې د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۲ مه»  د دوو جلا کمېسیونونو له لارې د تاریخ تیرو خوراکي توکو او درملو راټولولو کمپاین پیل شو.

د دغه کمپاین پیل د څمکنیو ولسوالۍ له بازار وشو او ۱۰ ټنه خوراکي توکي او غیر الکولي مشروبات را ټول او وسوځول شول.

د څمکنیو ښاروالۍ استازی فضل الرحمن جلالي  وايي:« لس ټنه خوراکي توکي او غیر الکولي مشروبات مو د څمکنیو له بازار راټول او نن مو وسوځول. راتلونکي کې به هم دغې چارې ته دوام ورکوو او د پلور مخه به یې نیسو.»

د څمکنیو ولسوالۍ جنایي مدیر صابر جان بیا وايي:«موږ ورسره همکار یو،دوی باید مسلکي کسان راولي،چې له بازار تاریخ تیر خوراکي توکي  او درمل چې استعمال یې د انسانانو له ژوند سره لوبې کول دي، وخت پر وخت یې را ټول کړو.»

خو پکتیا اوسېدونکي بیا وايي،تر هغې چې پټان ګمرک کې د توکو د کیفیت تضمین لابراتوار نه وي فعاله شوی،له پاکستان او پښتونخوا به د ټیټ کیفیت خوراکي توکي او درمل را واردیږي او پر خلکو به پلورل کیږي .

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« له لابراتوار پرته د ټیټ کیفیت درملو او خوراکي توکو د راوړلو بندیدل ناممکن دي.غوښتنه مو دا ده،چې دغه لابراتوار دې فعاله شي.»

د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« موږ غواړو،چې اسلامي امارت دې دغه لابراتوار فعاله کړي، څو خوراکي توکي او درمل په کې معاینه شي.»

د پکتیا سوداګرۍ او صنایعو خونې امر خان اغا واحدیار وايي،  د نورم او سټنډر ملي ادارې ورسره ژمنه کړې،چې  په نږدې راتلونکې کې به پټان ګمرک کې د توکو کیفیت تضمین لابراتوار فعاله کړي.

واحدیار زیاته کړه:« موږ دغه غوښتنه په وار وار ولایت مقام او اړوند وزارت سره،د دغه لابراتوار د اړتیا په اړه شریکه کړې.  د نورم او سټنډر ملي ادارې ژمنه کړې ده،چې نږدې راتلونکې کې به پټان ګمرک کې لابراتوار فعاله کوي.»

نیوکه دا ده،چې د پټان له لارې ډېری وخت د ټیټ کیفیت خوراکي توکي او درمل راواردیږي او خلک له اسلامي امارته غواړي،چې مخه یې نیسي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې
روغتیا

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist