د کندهار د صنايعو او کانونو خونې مشر سيد سرور اماني وايي،د کندهار صنعتی پارک د اوسپنې او پلاستیک برخو کې پر ځان بسیاینې ته رسېدلي او توانيدلي،چې توليد شوې پنبه، او له طبعي بوټو جوړ صابون د پاکستان ترڅنګ د ايران او ترکیې مارکيټونو ته واستوي.
اماني وایي،که په دغه ولایت کې د برېښنا ستونزه هواره شي،د صنعت له پياوړتیا سربېره به هغه بهرني شرکتونه هم دغه ولایت کې پانګونه وکړي،چې له دوی سره اړيکه کې دي.
اماني زیاته کړه:« موږ د صنعت په برخه کې که څه هم یو شمېر کسانو چې په پاکستان او ایران کې پانګونه کړې، له هغوی سره مو پیغامونه تبادله شوي دي. هغوی اوس د امنیت په ښه کېدو سره لېوالتیا لري،خو چې دغه د برېښنا ستونزه حل شي، دوی به هم دلته پانګونه وکړي. د کانونو برخه کې له موږ سره ډېر داسې کسان په اړیکه کې دي،چې غواړي، د کانونو کېندنې برخه کې مرسته او همکاري وکړي.»
د کندهار په صنعتي پارک ګې د پنبې پروس یوې کارخونې مسوول یارمحمد وايي،هېواد کې له کرل شوې پنبې نه خالصه پنبه، کنجاړه او غوړي باسي،چې پنبه یې د پاکستان ترڅنګ تازه ايران او ترکیې ته هم لېږلې.
هغه زیاته کړه:« انشاء الله اوس مو صادرات په دې درې میاشتو کې ایران او ترکیې ته شروع شوي دي. موږ پر دې ډېره هڅه کوو،چې د پاکستان ترڅنګ نور مارکېټونه هم پيدا کړو. زموږ مال هغه پاکستان ته ځي، خو په دې درې میاشتو کې مو ایران او ترکیې ته هم یو څه مال استولی دی.»
د یادې کار خونې کارکونکي وایي، کار يې معياري دی،خو په خبره یې د برېښنا نشتون له ا مله چارې ستونزو سره مخ دي.