Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په هرات کې د ښځنیه سوداګرو فعالیت د تېر پرتله ښه شوی 

په هرات کې د ښځنیه سوداګرو فعالیت د تېر پرتله ښه شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/14

په هرات  ولایت کې د ورېښمو جوړونې یوې کارخونه کې سلګونه ښځې پر کار بوختې دي او له دې لارې د خپلو کورنیو نفقه پیدا کوي.

 

د یادې کارخونې مسووله وايي،په کارخونه کې شااوخوا ۷۵۰ ښځې فعالیت لري او له دې ځایه د ځان او کورنۍ لپاره نفقه پیدا کوي.

هغې زیاته کړه:«  دا کارخونه د ورېښمو په برخه کې کار کوي. ۷۵۰ ښځې یې غړیتوب لري. ځینې ښځو ته هر کال د ورېښمو یوه جعبه ورکول کېږي،چې له چین هېواد ته راوړل کېږي او موږ یې دې ښځو ته د روزنې لپاره ورکوو.»

دغو ښځینه کاریګرو ته،چې د کورونو سرپرستي ور ترغاړې ده خوښې دي،چې کارخونه کې  کار کولو سره  د خپلو کورنیو نفقه ترلاسه کوي.

د کارخونې یوه  کارکوونکې وايي:« موږ هرات کې د ورېښمو کارخونه کې کار کوو. د ورځې ۳۰۰ افغانۍ مزد راکول کېږي. دا کار زموږ لپاره ښه دی،چې له لارې یې عاید ترلاسه کوو.»   

که څه هم واک ته د اسلامي امارت له رسیدو سره زیاتو ښځو خپل کارونه له لاسه ورکړل، خو اوس په هرات ولایت کې د ښځو کارونه او سوداګرۍ بېرته خپل عادي حالت ته راغلې ده.

د هرات اطلاعاتو او کولتور ریاست مشر مولوي نعیم الحق حقاني بیا  وايي:« موږ د خویندو له کار او حضوره تل هرکلی کړی دی. ان شاء الله د یوې ځانګړې کړنلارې له مخې به پر مخ ځو، څو وکولی شو،په دې برخه کې ښځو ته ښې کاري برنامې ولرو او د خویندو لپاره کاري زمینه برابره کړو.»

په ورته مهال د هرات د سوداګرۍ خونې مشر یونس قاضي زاده  بیا ډاډ ورکوي،چې د پخوا په څېر به د ښځینه سوداګرو ملاتړ ته دوام ورکوي.

قاضي زاده  زیاته کړه:« د سوداګرۍ او پانګونې خونه چې په مشورتي، تخنیکي او بنسټیزو برخو کې نږدې یوه پېړۍ تجربه لري، د ښځو ملاتړ برخه کې همکاره ده. موږ تر دې دمخه هم ورسره همکاري درلوده او په ټولو برخو کې به یې راتلونکي کې هم ملاتړ وکړو.»

یاد ولایت کې د ښځو سوداګرۍ خونې مرستیاله بهناز سلجوقي وايي، اوس مهال شااوخوا ۲۰۰ ښځې د دغې خونې غړیتوب لري،چې په بېلابېلو برخو کې سوداګریز فعالیت کوي.

سلجوقي  زیاته کړه:«  له هغې وروسته چې موږ کار پیل کړ. نورو ډېرو ښځو هم د غړیتوب لېوالتیا وښوده،چې نږدې ۲۰۰ ښځې اوس مهال غړیتوب لري.»

په هېواد کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سرره  ډېریو ښځو داسې ګمومان کاوه،چې نور به ونه شي کولای،خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړي،خو اوس مهال د هرات ځایي ادارې د ښځو د سوداګریو لپاره څو ځله نندارتونونه پرانېستل او تجارت یې عادي حالت ته  راګرځولای دی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist