په کابل کې د کورونا وبا ناروغانو تر ټولو لوی روغتون افغان – جاپان مسوولین وايي، د کورونا وبا مثبتو پيښو کې بیا زیاتوالی راغلی او هره ورځ ورته لسګونه ناروغان مراجعه کوي.
د یاد روغتون د بېړنۍ څانګې مسوول ډاکټر مېړنی براتزی وايي:« د اختر له ورځو وروسته افغان جاپان روغتون کې د کورونا وبا د ناروغانو مراجعینو تعداد زيات شوی دی. تقريبا موږ ته په او بي ډي او عاجل برخه کې هره ورځ له ۵۰ زیات ناروغان مراجعه کوي، چې دوی د کورونا ناروغۍ علایم لري. همدا رنګه د مرګ کچه له تېرو موجونو څخه په دې موج کې ډېره کمه وه. موږ په روغتون کې پوره امکانات لرو. زموږ ډاکټرانو په مختلفو برخو کې کافي ټرينګونه اخیستي دي او کافي تجربې لري.»
د اسلامي امارت د روغتيا وزارت ویاند جاوید هژیر بیا وايي، تېره يوه مياشت کې يې له ۲۲ زرو زیاتو شکمنو ناروغانو ټيسټونه اخیستي دي.
هژیر وايي، تیره میاشت ورسره له زرو زیاتې مثبتې پيښې ثبت شوي او یو شمیر ناروغان مړه شوي هم دي.
هغه زیاته کړه:« د تېرې اوونۍ په جریان کې له ۳۳۸۹ شکمنو ټيسټونه اخیستي ول،چې ۱۵۶ مثبت ول. له دې جملې څخه ۱۰۶ کسان روغ شوي دي او خوشبختانه د مرګ کومه پېښه نه لرو. موږ چې د تېرې يوې میاشتې په جریان کې چې ۲۲۱۰۳ ټيسټونه اخیستي و، له دې جملې یې ۱۰۲۱ کسان مثبت ۳۹۱ روغ شوي دي او ۱۲ کسان ترې وفات شوي هم دي.»
په ورته وخت کې هژیر وايي، د مثبتو پېښو وروستي ارقام د اندېښنې وړ دي او په خبره یې د مهار لپاره یې د واکسینو د تطبيق چارې ګړندۍ کړي.
هغه زیاته کړه:« موږ اوس مهال پوره روغتيايي امکانات لرو، په ټولو ولایتونو کې ۱۷ روغتیايي مرکزونه لرو. د واکسینو پروسه هم په ښه شکل سره روانه ده. د اسلامي امارت له حاکمیت را وروسته ۴،۸ میلیونه کسان واکسین شوي دي او ۲،۸ میلونه ډوزه واکسین لا هم د تطبيق لپاره لرو.»
د مالوماتو له مخې، په هېواد کې له پيله تر اوسه پورې د کورونا وبا ۱۷۸ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي، ۷۸۹۴ کسان مړه شوي او پاتې نور ښه شوي دي.
روغتیا وزارت وايي، خلک دې د کورونا وقايوي تدابیر له ياده نه باسي او په دغه برخه کې دې خاصه پاملرنه وکړي.