• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې خیاطان: کاروبار مو د تېرو کالونو پرتله خراب شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/28

هېواد کې وروستیو تحولاتو د روزګار په هره برخه منفي اغیز کړی دی او خیاطان هم له دې اغیز خوندي نه دي.

د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې یو شمېر خیاطان وايي، د روژې په وروستیو ورځو کې یې روزګار ښه شوی، خو په خبره یې کاروبار یې د نورو کالونو پرتله کم شوی دی.

دوی وايي،د اقتصادي ستونزو له کبله ډېری خلک د اختر لپاره د خپلو کالیو ګنډلو فرمایش نه ورکوي او یوازې د ماشومانو د کالیو په جوړولو بسنه کوي. 

ګردیز ښار کې یو تن  خیاط  وايي:« مخکې به د خیاطانو کاروبار ښه و،چې یو څوک به راغی، دوه جوړې به یې کولې ، ماشومانو ته به یې هم کول، سږ کال اقتصادي ستونزې ډېرې دي او خلک یوازې د ماشومانو په کالیو جوړولو بسنه کوي.» 

ګردیز ښار کې یو بل خیاط بیا وايي:« تقریبا اوس تر ۵۰ جوړې له ماسره پاتې دي،چې نه مو دي ګنډلي او تر اختره باید دا جوړې کړو.» 

د ګردیز یو شمیر اوسېدونکي بیا نیوکه لري،چې خیاطانو د کالیو ګنډلو بیې په بې ساري ډول لوړې کړي او دوی یې د جوړولو توان نه لري. 

د پکتیا اسېدونکی مشال  وايي:« دا څو ورځې کیږي،چې رخت په لاس ګرځوم،خو خیاطانو له یوې خوا بیې لوړې کړي او له بل لوري راته وایي، نه یې جوړوو. زه اوس د اختر لپاره نوي کالي نه لرم.» 

خو خیاطان وایي،په عمومي ډول د ښاروالۍ له نرخنامې پورته پیسې نه اخلي او که څوک بیا ځانګړې جوړې غواړي، نو باید یو څه پیسې ور زیاتې کړي. 

ګردیز ښار کې یو تن  خیاط وايي:« بیې خو له دې کبله لوړې شوي دي،چې هر څه مخکې موږ په یوه بیه اخېستل، اوس یې په لوړ قیمت اخلو،غاړې او نور څه. نو اړ یو چې خیاطان هم بیه لږ څه لوړه کړي.» 

د بیو لوړوالي نیوکه یوازې پر خیاطانو نه ده ،بلکې د روژې او د اختر ورځو په را رسیدو هر کال معمولا بازارونو کې بیې لوړیږي،چې د ډېری توکو اخېستل د بې وزلو کورنیو له توانه پورته وي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي

جون 17, 2025
اقتصاد وزارت: د ایران او اسراییلو جګړه د افغانستان پراقتصاد منفي اغېزه لري
اقتصاد

اقتصاد وزارت: د ایران او اسراییلو جګړه د افغانستان پراقتصاد منفي اغېزه لري

جون 16, 2025
افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025

وروستي خبرونه

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist