• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان ته په وروستیو شپږو میاشتو کې د پاکستان صادراتو کې۵۰ سلنه کموالی راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/28

د پاکستان مرکزي بانک خبر ورکړی دی،چې له افغانستان سره یې په وروستیو شپږو میاشتو کي د صادراتو په برخه کي ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کموالی د افغانستان له لوري د محصول لوړول دي.

د یادې خونې غړی نصیر احمد عرب زاده وايي،د دې ترڅنګ په هېواد کې د پاکستان محصولاتو ته د خلکو تقاضا کمه شوې ده. 

عرب زاده زیاته کړه:« له پاکستان  افغانستان ته د وارداتو کموالی څو عوامل لري، په یو شمیر  محصولاتو یې عواید لوړ کړي دي او ترڅنګ یې افغانستان کې بیکاري هم د دې لامل شوې،چي د پاکستان محصول ته تقاضاء کمه شي.» 

د اقتصادي چارو شنونکي وايي،پر پاکستاني  توکو د افغان سوداګرو تکیه کمه شوې او زیاتو افغان سوداګرو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته مخه کړې ده.

د اقتصادي چارو شنونکی سمسور وايي:« د منځنۍ اسیا هېوادونو افغان سوداګرو ته سهولتونه رامنځته کړي او  تر ډېره خپله سوداګري  له هغې لارې یې  پیل کړې او د پاکستان له دوه مخي سیاسته یې ځانونه خلاص کړي دي.» 

د پاکستان مرکزي بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، له افغانستان سره یې وړاندې په کال کي ۷۴۶ میلونه ډآلر سوداګرۍ لرله،خو سږ کال دغه د صادراتو کچه ۳۶۹ میلونه ډالرو ته را کښته شوې ده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي

جون 17, 2025
اقتصاد وزارت: د ایران او اسراییلو جګړه د افغانستان پراقتصاد منفي اغېزه لري
اقتصاد

اقتصاد وزارت: د ایران او اسراییلو جګړه د افغانستان پراقتصاد منفي اغېزه لري

جون 16, 2025
افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025

وروستي خبرونه

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist