د افغانستان اسلامي امارت مالیې وزارت وايي،په وروستیو اوو میاشتو کې بهر ته د ډبرو سکرو په صادراتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی او په دې موده کې شااوخوا ۱.۸ میلیونه ټنه ډبرو سکاره بهر ته په تېره بیا پاکستان ته صادر شوي دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې،په تېرو اوو میاشتو کې د ۱۶میلیارده افغانیو په ارزښت د ډبرو سکاره بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي او له دې درکه افغان حکومت یوازې په ګمرکونو کې ۴ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
د افغانستان د ډبرو سکاره له خورا ښه کیفیت برخمن دي، چې په وروستیو کې یې صادرات ډېر شوي او تر ډېره یې کانونه د هېواد په شمالي ولایتونو کې دي.