Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د خوراکي توکو بیو کې کموالی راغلی 

د کندهار اوسېدونکي د خوراکي توکو له لوړو بیو شکایت کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/21

د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ډالرو د پخوانیو لوړو بیو له امله د خوراکي توکو لوړ شوي قیمتونه لا هم  نه دې راښکته شوي.

دوی وایي، اوس چې ډالر د افغانیو پر وړاندې راټيټ شوی،خو د خوراکي توکو بیې لا هم لوړې دي.

دوی له حکومتي مسوولینو غوښتنه کوي،چې  د لوړو بیو په کنټرول کې دې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

کندهار کې یو تن اوسېدونکی وايي:« له یوې خوا روژه ده، اختر راروان دی، قیمتونه لوړ شوي دي، له بلې خوا بېکاري ده. زموږ غوښتنه دا ده،چې حکومتي مسوولین دې دا ستونزه حل کړي. ډالر چې کله لوړ شو، توکې هم ورسره قیمت شول، خو اوس چې ډالر راټيټ شوی، د خوراکي توکو بیې نه دي راټيټ شوي.»

خو سوداګر بیا لوړ ګمرکي محصلات د خوراکي توکو د لوړو  بیو  اصلي لامل ګڼي.

دوی وايي، له بهره  پر راوړل شویو توکو د ګمرک له لورې مالیه لوړه شوې او دوی اړ شوي،چې د خوراکي توکو  بیې  ورسره لوړې کړي.

سوداګر سید محمد وايي:« موږ اړ یو،چې د خوراکي توکو توکو بیې لوړې کړو، ځکه پر موږ د ګمرک مالیه لوړه شوې ده.»

په همدې حال کې د کندهار ښاروالۍ د مارکېټونو تنظیم امر فرید احمد نظري د بیو کنټرول له خپله توانه لوړ ګڼي او وايي، د خوراکي توکو ډېره برخه له بهرنیو هېوادونو  راوړل کېږي او د بیو  ټاکنه هم د هماغه هېوادونو له لورې شوې ده.

نظري زیاته کړه:«  بیې په بهر کې لوړ شوي دي. زموږ ډېری خوراکي توکې له بهره راوړل کېږي، نو سوداګر اړ شوي،چې د خوراکي توکو بیې  لوړې کړي.»

دا  په داسې حال کې ده،چې په تېرو څو ورځو کې د کندهار ښاروالۍ له لورې یو شمېر هغه شرکتونه او هټۍ  د جریمې په توګه وتړل شوې،چې د خوراکي توکو بیې یې لوړ کړې وې. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist