Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

متحده عرب اماراتو له افغانستان سره  ۳۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/19

افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې متحده عرب اماراتو د د ېرش ټنه خوراکي توکو جوپه د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د وري پر ۲۹ مه»  کابل کې اسلامي‌امارت ته وسپارل شوه.

 

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په دغو مرستو کې چې خورما، ورېجې او نور خوراکي مواد شامل دي، پر بې ‌وزله کورنیو به وویشل شي.

مجاهد زیاته کړه:« دغه مرستې د متحده غرب اماراتو له خوا له افغانانو سره وشوې، چې، خرما، وریجې او نور مواد په کې شامل دي. دغه مرستې اسلامي امارت ته ورکړل شوې او د اړوندو ادارو له خوا به په شفاف ډول پر اړمنو کورنیو وویشل شي.»

د بشري مرستو د وېش په برخه کې ګڼو هېوادوالو شکایتونه کړي،چې دغه لړۍ شفافه نه ده او له اسلامي امارته غواړي،چې څار پرې زیات کړي.

مسوولین وايي،هغه مرستې چې د دوی له خوا وېشل کېږي، پروسه یې شفافه ده او هڅه کوي،د بهرنیو موسسو له خوا د مرستو په وېش کې شفافیت رامنځته کړي او شته ستونزې حل کړي.

نړیوالو له افغانستان سره په پراختیايي او بشري برخه کې مرستې د هغو ژمنو په عملي کولو پورې مشروطې کړې دي،چې اسلامي امارت یې د نړیوالو سره د پوره کېدو ژمنه کړې وه، خو مجاهد وايي، بشري مرستې دې نه سیاسي کېږي.

هغه زیاته کړه:«زموږ هېله دا ده،چې له افغانستان سره دې هېڅوک بشري مرستې نه سیاسي کوي او د متحده عرب اماراتو په څېر،چې موږ یې منندوی یوو، له قید او شرط پرته دې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»

د اسلامي امارت له واکمن کېدو وروسته ګڼو آسیايي او اروپايي هېوادونو له افغانانو سره بشري مرستې کړې دي،خو د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، د افغانستان له نیمايي زیات وګړي له غربته کړېږي،چې په روغتیايي، خوراکي او نورو برخو کې بېړنیو مرستو اړتیا لري.

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د نړیوالو له خوا پر افغانستان د بندیزونو له امله د عامو افغانانو د غربت او اقتصادي ستونزو کچه لوړه شوې،چېبېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist