اقتصاد پوه جبار ساپی وايي:« له اقتصادي پلانه بله لاره نه شته دی. اقتصادي پلان کې ترانسپورټ دی،چې اوس ورباندې کار کېږي، د ټاپي پروژه ده، کاسا زر، د رېل سړک دی،چې ازبکستان غواړي،چې خپل ریل له پاکستان سره وصل کړي. د افغانستان له ترانزیټه کار واخلي. دغه مسلې د دې لامل کېږي،چې په افغانستان کې بنیادي بدلون راشي، خو دا اوږدمهاله دي. »
اقتصاد پوه سلیمان احمدزی وايي:« د افغانستان له اسلامي امارت مو غوښتنه دا ده،چې له نړیوالو سره تعامل وکړي. لنډمهاله او اوږدمهاله پروژې په کار واچوي،چې ورسره به له یوې خوا د افغانستان خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به له فقر او بدبختیو خلاص شو.»
یو شمیر نور بیا وايي، په هېواد کې لاسته رواړنې په ختمیدو دي، سوداګري هم له رکود سره مخ ده او هغه پروګرامونه،چې د پیاوړتیا لامل کیږي، نه شته.
بل خوا اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني بیا وايي،د هېواد اقتصادي حالت د پرمختګ پر لور روان دی او له کورنیو عوایدو بودیجه په چمتو کېدو ده،چې اوږدمهاله پروژې پرې پیل شي.