Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې رخت پلورونکي او خیاطان: سږ کال مو د تېرو کالونو پرتله کاروبار خراب شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/12

په کابل ښار کې د خياطۍ او رخت پلورنې یو شمېر هټۍ وال وايي، وروستي سياسي تحول او ورسره خراب اقتصادي وضعیت يې کاروبارونه خراب کړي دي. 

دوی وايي،سره له دې چې کوچنی اختر په رارسېدو دی،خو د دوی هټيو ته د خلکو ورتګ کم رنګه دی. 

فرهاد له تېرو لسو کالونو راهيسې خیاطي کوي  او له همدې لارې  کورنۍ ته نقه پيدا کوي، خو وايي، سږ کال يې کاروبار د تیرو کلونو په شان نه دی او خراب شوی دی.

فرهاد زیاته کړه:« توپیر خو یې ډېر کړی دی، موږ به مخکې ۷ یا ۸ جوړې ګنډلې، اوس پنځه يا څلور ګنډو، له مخکې کالونو یې توپیر ډېری کړی دی. لامل يې دا دی،چې مخکې جنګونه ول، خلکو وظيفې لرلې،معاش يې اخېسته، مامورينو، معلمانو، اوس هم اسلامي امارت واکمن شوی دی،خو  مامورین او عکسر له دندو  لرې شوي دي.» 

د فرهاد په خبره تېرو کلونو کې به يې د ځانګړو ورځو په رانږدې کیدو ګټه زياته او کاروبار ښه و، خو سږکال ښه نه دی.

فرهاد زیاتوي:«موږ به مخکې، له روژې درې وړاندې وړاندې شوکاري شروع کوله، روژې نه مخکې به مو شوکاري کوله،کار به مو زيات کاوه، اوس دا دی د روژې لسمه ده، خو ايله د شپې تر اتو يا نهو بجو پورې کار کوو.» 

خیاطان او رخت پلورونکي وايي،د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او همدا لامل دی،چې ډېری خلک اوس کالي نه جوړوي.

کابل کې یو تن  خياط وايي:« دلته خو وضعیت بيخي خراب دی،. وړاندې  به مو کاريګرو ته زيات کارونه ورکول، پنځه جوړې،شپږ جوړې ورکولې. سږ کال موږ کاریګرو ته کار هم نه شو ورکولای، يانې که کار هم ورکړو، ورځ کې دوه جوړې یا درې جوړې ورکړو.

د تېر پرتله په کې زیات توپیر راغلی دی، له نمايي زيات توپیر په کې راغلی دی، کاریګر راسره مخکې لس،يوولس او ان شلو پورې ول، خو   اوس راسره درې کاريګر پاتې دي.» 

دا شپېته کلن سپین ږیری بيا د اختر له پاره د جامو کولو په فکر کې نه بلکې، ماښام ته د څو ډوډيو د پيدا کېدلو لپاره په فکر کې دی. خوراکي توکي یې د خرڅلاو لپاره ایښي که يې څوک واخلي ترې. 

په کابل ښار یوتن  کاريګر وايي:« پيسې نه لرو، بوديجه نه لرو.د  څه شي چمتوالی ونیسو، نه مو ماشومانو ته جامې کړي، نه مو ځان ته کړي دی، له دې پاپړو نه به څه شی وباسو. څه شی به ورنه پاتې شي.» 

ځينې نور خو ان د اختر په یاد هم نه دي،چې څه و خت دی او څه تیاری ورته ونیسي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« اوس د کيډې غم راخیستي یو. موږ اول باید ګيډه مړه کړو،بیا به د اخترکیسه کې شو. د خوراک لپاره چې څه پيدا شي دا لویه خبره ده، خیر ده،که د اختر لپاره جامې نه وي.» 

سره له دې چې خیاطان د خراب اقتصادي وضعیت شکایت کوي، خو بيا هم د يوې جوړې جامو د ګنډولو بیه له څلور سره نیولې، تر څلور سوه پنځوس افغانیو ده،هغه څه چې عام خلک یې تر ډېره د ورکول وس نه لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist