Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې د څښاک اوبو او روغتیا ساتنې برخه کې د ۹ میلیونه افغانو په لګښت پروژې پلې کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/12

په سویل کې د پکتیا ولایت کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، د څښاک پاکو اوبو رسونې او روغتیا ساتنې برخه کې د نهه ملیونه افغانیو په لګښت یو شمیر پروژې پلې کیږي. 

 د یاد ریاست مشر میرزا جان صادق وایي،د دغو پروژو په پلي کیدو سره به مرکز ګردیز، احمد اباد، زرمت او څمکنیو ولسوالیو کې ۱۲۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي. 

صادق وايي، د اوچا په مالي لګښت یادو سیمو کې ۴۰ څاګان اېستل کیږي او ۶۰ څاګانې او د اوبو رسونې پنځه شبکې ترمیم کیږي. 

صادق زیاته کړه:« د  څلورو ولسوالیو لپاره کیږي،مرکز ګردیز ، زرمت ، احمداباد او څمکنیو کې تقریبا ۱۲۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابري او تر څنګ یې ۱۲۷۵ کسانو ته صحي کیټونه هم ویشل کیږي.» 

د ګردیز څلورمې امنیتي حوزې اړوند رباط سیمه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ترمیم شوې او یو شمیر کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوي دي. 

د ګردیز رباط سیمې قومي مشر همیم الله  وايي:« زموږ خلکو د ویالې ککړې اوبه څښکلې او یا به خلکو لاسي ګاډیو او په څارویو له لیرې سیمو اوبه راوړې، ماشومان به ښوونځیو ته نه تلل اوس خوشاله یو،چې له پاکو اوبو برخمن شولو.» 

د هېواد د نورو ولایتونو په څیر د وچکالۍ له کبله په  پکتیا کې هم د اوبو سطحه ټیټه شوې او ډېری سیمو کې خلک د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري. 

د پکتیا یو تن اوسېدونکی سلیم وايي:«موږ غواړو،چې راتلونکې کې خلکو ته په دا ډول د څښاک د پاکو اوبو رسولو زمینه برابره شي،چې ډېری خلک اوبو ته لاسرسی نه لري.» 

د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي،له مرستندویه موسیسو سره په اړیکه کې دي،تر څو یو شمیر هغو سیمو کې خلکو ته د څښاک اوبه برابرې کړي،چې دا مهال یې ورته لاسرسی ستونزمن دی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist