دوی وايي، د زعفرانو پلور ځکه راټيټ شوی،چې تولید یې نه کیږي او بیې یې ورځ تر بلې لوړیږي.
د زعفرانو د سوداګرو په وینا تېر کال د یو کیلو زعفرانو بیه له ۱۰۰ زرو تر ۱۵۰ زرو افغانیو وه،خو اوس په دغه بیه کې ۲۰ سلنه کم والی راغلی دی.
د زعفرانو د پلور د راټيټیدو یو لامل په افغانستان کې بد اقتصادي وضعیت او د هوايي دهلیزونو بندیدل هم ښودل شوي دي.
د افغانستان زعفران له تیرو څو کلونو راهیسې په نړیوال بازار کې لومړۍ درجه و،خو تېر کال او روان کال د بېلابېلو لاملونو له کبله د زعفرانو تولید او پلور ته ډېر زیان اوښتی دی.