د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغو مرستو هرکلی کړی او ویلي یې دي، په دغه مرسته کې به د بزګرو لپاره نوې پروژې او د بشري حقونو نوي پروګرامونه شامل وي.

د خبرپاڼې له مخې به د څه باندې ۹۴ زره اړمنو بزګرو سره نغدي مرستې هم وشي.

د خوړو او کرنې ادارې هغه ولایتونه هم مشخص کړي،چې له بزګرو سره به یې مرسته کیږي.

دغه ولایتونه، کندز، ننګرهار، پروان او میدان وردګ دي.

افغان بزګر یوه خوندي چاپیریال او د پسرلي په پیل کې کیفیت لروونکي تخم ته اړتیا لري.