د افغان جاپان روغتون مسوولین وايي، د روغتیا نړیوال سازمان ورسره تړون لاسلیک کړی، چې له مخې یې په دغه روغتون کې د دوی ډېری ستونزې حل شوي دي.
د ملګرو ملتونو روغتیا سازمان له افغان – جاپان روغتون سره د پنځو میاشتو لپاره د مالي ملاتړ په هدف تړون لاسلیک کړی دی،چې له مخې به یې د افغان جاپان روغتون د ډاکترانو او کارکوونکو معاشونه او نورې اړتیاوې اجرا کېږي.
له دې وړاندې د مالي امکاناتو نه شتون او د روغتیا نړیوال سازمان د نه همکارۍ له امله یاد روغتون له ګڼو ستونزو سره مخ وه.