په کندهار ولایت کې د یوه سهامي شرکت په مرسته، د ۷۱ پانګه والو د۵۰ میلیون ډالرو پر پانګونه جوړیږي چې تولیدات به یې د روغتیا نړیوال سازمان او جي ام پي شرکت پر معیار وي.
د یادې کارخونې مسوول حاجي محمد سعید صدیق وايي،د کارخونې یوه برخه بشپړېدونکې د، چې پر یوه وخت به د اته سوه کارکوونکو پر مټ دوه میلیونه ټابلیټ یو میلیون کپسول او سل زره بوتله شربت جوړلو ظرفیت ولري.
د سعید په خبره په دوهم او درېیم پړاو کې به زرګونه افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.
صدیق زیاته کړه:«په دې کې به په مجموعه کې په لومړي سر کې په یوه شیفت کې ۸۰۰ کسان پر کار کیږي.موږ په یوه شیفت کې دوه میلیونه ټابلیټه،یو میلیون کپسول او ۱۰۰ زره بوتله تولید ظرفیت لرو. موږ کولای شو،انشاء الله ، د افغانستان هغه ضرورت چې پر یو اساس وخت کې د افغانستان ضرورت وي، موږ د افغانستان اړتیاوو ته تر یو حده پورې لاس رسی لرو.»
د درملو سوداګر عبدالطیف قیومي وايي:«که حکومت دا کولای شي،چې اول په صنعت کې انرژي ډېر مهمه ده او هر ولایت ته په غټو ولایتو کې د افغانستنان صنعتي پارکونه جوړ کړي.»
د درملو یو بل سوداګرعبدالکریم هوتک وايي:« له دولته دا غوښتنه لرو،چې د صنعت لپاره یوه ښه طرحه او یو مشخص قانون جوړ کړي، تر څو دلته خلکو ته کار پیدا شي، د کار زمینه برابره شي او هېواد پر ځان بسیا شي.»
د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسوولین بیا وايي، د ګاونډيو هېوادونو له لوري ځينې پانګه وال هڅول کیږي،چې خپلي پانګې له هېواده وباسي.
د دغې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي،حکومت باید پانګه والو ته اسانتیاوې رامنځ ته کړي او تولیداتو ته يې بازار پيدا کړي،چې هغوی دلته پانګونه وکړي.
انجینر عبدالباقي بینا زیاتوي:« زموږ ډېر پانګه وال، پانګه انتقال کوي،هغه ترکیې ته ځي. دا زموږ ګاونډي هېوادونه، سره له شوروي د جمهوریتونو ټول دوی ته وايي، تاسې راشئ، موږ هر څه چې تاسو وایئ، موږ هغه له تاسو سره کوو. ولې باید ووایو،چې زموږ د حکومت زموږ د حاکم چې اوسنی دی یا پخوانی دی،باید دا خلک په هر صورت په هروخت ډېر ونازوي، هغوی ته سهولتونه برابر کړي او هغو ته امتیازات ورکړي.»
د سنو فارما کارخونې مسوولین ادعا کوي،چې د نورو هېوادونو د درملو پرتله به د دوی د درملو کیفیت ښه او بیه به يې هم ټیټه وي.
ډېری خلک اوس مهال شکایت کو، چې له بهره او په ځانګړې توګه له پاکستانه را واردېدونکي درمل بې کیفیته او بې اغېزې دي،چې د درملنې پر ځای روغتیا ته زیان رسوي.