Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د کبانو روزلو ۵۰ سلنه فارمونه تړل شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/22

د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ د ترویج مدیر انجینر محمد الله نوري وايي، تر دې وړاندي په کندهار کې تر ۱۸۰۰ ډېر د کبانو  روزلو فارمونو ول، چې د تیرو جګړو،وچکالۍ او د بازار نشتوالي له امله ۵۰ سلنه فارمونه  تړل شوي او پاتې فارمونه هم له زیان سر مخ دي.

نوري وايي، وړاندې  به نورو ولایتونو ته هم د کندهار کبان  وړل کیدل، چې د اقتصادي ستونزو له کبله اوس دا چاره هم دریدلې ده.

نوري زیاتوي:«  درې علتونه، وچکالي، جنګ او اقتصادي مشکلاتو د کبانو په فارمونو، د غوښې پر تولید  او جوړیدو باندي منفي اغیز کړی دی.شااوخوا ۵۰ سلنه  د کبانو  پر فارمو يې اغیز کړی دی.»

محب الله د کندهار د دامان په ولسوالۍ کې د کبانو روزولو یو فارم لري، وايي، په تېره یوه کال کې يي د وروستیو جګړو او وچکالۍ له امله د فارم تر ۱۵۰ زره زیات کبان ضایع شوي او تر ډېر زیات تاواني شوی دی.

هغه زیاتوي:«هر فارم د یو نیم لک چیچي لپاره جوړ شوی وه،خو اوس يي ټول کارونه پر ټپه ولاړ دي.»

تر دې وړاندې په کندهار کې د کبانو له فارمونو هر کال تر ۶۵۰۰ مټریکه ټنه غوښه بازار ته وړاندې کېدله،خو د وروستي اقتصادي حالت له امله په ښار کې ډېری د کبانو د پلورلو هټۍ هم تړل شوي دي.

نقیب الله د کندهار ښار په عیدګاه دروازه کې د کبانو پلورنځی لري، وايي، وړاندې يي کاروبار ښه وه، خو په خبره یې اوس د کبانو پلورل د پخوا  پرتله نیم هم نه پلورل کېږي. 

نقیب الله وايي:« زموږ کارونه د جمهوریت په شپو کې ښه ول.هر پېرېدونکی به چې راغی،درې منه،څلور منه کبان اخېستل.خو اوس کارونه ډېر کمرنګه شوي دي.»

د وروستي اقتصادي حالت او وچکالۍ له امله سږ کال  په کندهار کې د کبانو د فارمونو  تر څنګ د چرګانو فارمونه هم کم شوي،چې د بازار تقاضاءپه دې برخه یو ځل بیا بهرنیو تولیداتو ته ډېره شوې ده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist