د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په بنګله دیش په دویمې او وروستۍ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ کې ماتې ورکړه او د لوبو لړۍ د دواړو لوبډلو تر منځ مساوي شوه.
د بنګله دیش لوبډلې تر پچې ګټلو وروسته لومړی د توپ وهنې پریکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په زیان سره افغان لوبډلې ته د ۱۱۵منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډې د دوو لوبغاړو په زیان سره یاد هدف پوره کړ او بنګله دېش لوبډلې ته یې په اتو ویکټو ماته ورکړه.
د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې حضرت الله ځاځي او عثمان غني وکړې.
حضرت الله ځاځي په ۴۵ بالونو ۵۹ منډې وکړې او عثمان غني بیا په ۴۸ بالونو ۴۷منډې جوړې کړې.
د لوبې غوره لوبغاړی عظمت الله عمرزی شو، نوموړي په څلور اورونو کې ۲۲منډې ورکړې او د بنګله دېش درې مهم لوبغاړي یې وسوځول.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله بنګله دیش ته تیره میاشت د درېیو یو ورځنیو نړیوالو او دوو د ۲۰ اوریزو لوبو لپاره تللې وه.
د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ بنګه دیش دوه یو بنګله دیش وګټله، خو د ۲۰ اوریزو لړۍ بیا د دواړو لوبډلو تر منځ برابره شوه.
د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې افغانستان د ۲۰ اوریزو په لوبو کې اتم او بنګله دیش بیا ۹ ځای کې دی.