Skip to content
د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر وايي،د روغتیا نړیوالې ادارې، څخه یې د پرله پسې غوښتنو سره سره دغه وزارت تر اوسه پورې د د کورونا د نوې اومیکرون بڼې د تشخیص امکانات نه دي ترلاسه کړي.
هژیر وايي، د افغانستان په ګاونډ، ایران او او پاکستان کې د کورونا د نوې بڼې مثبتې پېښې ثبت شوي، خو دوی یې تر اوسه پورې د تشخیص لپاره امکانات نه لري .
هژیر زیاتوي، د روغتیا له نړیوالې ادارې یې په رسمي ډول افغانستان ته د اومیکرون بڼې تشخیص د امکاناتو برابرولو غوښتنه کړې، خو تراوسه ورته په دې برخه کې امکانات نه دي برابر شوي.