د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمن کېدو سره زرګونه روغتیايي مرکزونه پر ټپه درېدلي دي.
د یادې کمېټې د مالوماتو له مخې، د دغه وضعیت مدیریت په برخه کې يې د نورو اقداماتو تر څنګ د ۱۰ زره افغان روغتيايي کارکوونکو د معاشونو ورکړه پر غاړه اخيستې ده.
په وروستيو کې د روغتيايي خدمتونو د کمرنګه کیدو او پر ټپه دریدو له کبله په افغانستان کې ګڼې روغتيايي ستونزې رامنځته شوي دي.