• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د انځرو سوداګر: په صادراتو کې له ستونزو سره مخ یو 

کندهار کې د انځرو سوداګر: په صادراتو کې له ستونزو سره مخ یو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/21

په کندهار ولایت  کې سږکال د انځرو حاصلات د تېر کال پرتله زیات دي،خو سوداګر يي د صادراتو پر وړاندې له  ستونزو شکایت کوي.

دوی وايي،د بانکي محدودیتونو له کبله يي سوداګري له ستونزو سره مخ ده او نه شي کولای نورو هېوادونو ته په اسانه صادرات وکړي.

سوداګر د اسلامي امارت  له حکومته د سوداګرۍ په برخه کې د یوې واضع پالیسۍ غوښتنه کوي.

کندهار کې د انځرو یو تن سوداګر عبدالجمیل وايي:« د افغانستان او پاکستان دا معاملې ټول عمر په سیاست پوري تړلي دي، که سیاست سم وي، لاره يي هم سمه وي که نه لاره کې يي فرق راځي. موږ له اسلامي امارته غوښتنه کوو،چې دې خلکو ته ډاډ  ورکړي،خلکو ته یو واضع پالیسي ورکړي، چې دا خلک  باوري شي.»

د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسوولین وايي، سږ کال له زیاتو ستونزو سره سره تر دا مهاله له دغه ولایته تر ۲۳ زره ټنه زیات انځر صادر شوي او لا يي هم صادرات روان دي.

د  یادې  خونې مرستیال انجینر عبدالباقي بینا وايي، لا هم یو شمېر ستونزې او په ځانګړي ډول بانکي ستونزه د صادراتو پر وړاندې ستر خنډ دی، که دا ستونزه حل شي، صادرات به نور هم زیات شي.

عبدالباقي زیاتوي:« خوشبختانه زموږ انځر په دغه کال کې دا اوس چې جریان لري، ښه محصلات يي کړي. ښه خبره  دا چې موږ  بهر ته د دې صادرات کوو، بیه يي هم ښه ده.» 

له کندهاره هر کال د پاکستان او هند بازارونو ته دوه سوه زره ټنه میوه صادریږي،خو د دې ولایت سوداګر له حکومه  غواړي،چې د دې صادراتو لپاره دي د نړیوال بازار د پيدا کولو په برخه کې هڅي ډېري کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي

جون 17, 2025
اقتصاد وزارت: د ایران او اسراییلو جګړه د افغانستان پراقتصاد منفي اغېزه لري
اقتصاد

اقتصاد وزارت: د ایران او اسراییلو جګړه د افغانستان پراقتصاد منفي اغېزه لري

جون 16, 2025
افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025

وروستي خبرونه

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي

صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي

جون 17, 2025
غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist