دوی په خصوصي بانکي سیسټمونو کې محدودیت، پر وخت د ویزو نه ورکړه، بلانس او همدارنګه په مالیاتي برخه کې محدودیت د سوداګر هغه ستونزي یادوي،چې لا هم ندي حل شوي.
سوداګر قاري ګل محمد وايي:« خصوصي بانکونو د اسلامي امارت هغه پرېکړه نه ده منلې،چې له مخې يې د سوداګرو لپاره د محدودیتونو کچه راټيټه شي. زموږ غوښتنه دا ده،چې دغې ستونزې ته دې پام وشي.»
یو بل سوداګر محمد ظاهر بیا وايي:« زموږ غوښتنه دا ده، هغه کارونه چې په ولایتونو پورې اړه لرې، باید زموږ په ولایتونو کې حل شي، بل ولایت ته د تللو اړتیا پیدا نه شي.»
بل لوري د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي، چې دوی له حکومت سره کار کوي چې پدې برخه کې اسانتیاوي رامنځ ته کړي.