Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د خوراکي توکو بیو کې کموالی راغلی 

پکتیا اوسېدونکي: د خوراکي توکو بیې نه دي راښکته شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/08

په سوېل کې د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي، که څه هم د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت راښکته شوی، ښاروالۍ نرخ نامې هم ویشلې،خو په خبره یې هټۍ وال پرې عمل نه کوي او توکې په خپلسري ډول پلوري.

د ګردیز یو تن اوسېدونکی وايي:«بیو کې هېڅ ډول کم والی نه دی راغلی. غوړي، اوړه او ټول توکي په هماغه بیه دي. پلمه یې د ډالر پورته کیدل دي،خو ډالر هم راښکته شوی دی.» 

د ګردیز یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« د توکو بیې  په هماغه ډول دي،اوس ما غوړي او بوره په پخوانۍ بیه واخېستل باید چې بیې کنټرول شي.» 

هټۍ وال بیا وايي، توکي د ورځې په نرخ او د ښاروالۍ د  نرخنامې له مخې پلوري او احتکار او سرغړونه یې نه ده کړې. 

ګردیز ښار کې یو تن  هټۍ وال وايي:« ورځ په ورځ ډالر ګورو. ستونزه  نه شته دی، کومه نرخنامه چې را کړل شوې،پر هغې عمل کوو.» 

ګردیز ښار کې یو  بل هټۍ وال بیا وايي:« دری ورځې وړاندې مو د غوړیو بوشکه په ۱۷۰۰ افغانۍ پلورله، خو اوس یې په ۱۴۰۰ پلورو. داسې د نورو توکو بیې مو هم راښکته کړي دي.» 

ګردیز ښاروالۍ دوه ورځې وړاندې د یو شمیر خوراکي او نورو توکو بیې وټاکلې او نرخنامې یې وویشلې.

ګردیز ښاروال شریف الهام خبرداری ورکوي او وایي، هغه هټۍ به د یوې میاشتې لپاره وتړل شي،چې د نرخنامې خلاف په خپلسري ډول توکي پلوري. 

 الهام زیاته کړه:« ښاریانو ته مو نرخنامه ورکړې،له سوداګرو سره مو پرې مشوره وکړه، که عملي یې نه کړه، هماغه هتۍ به د یوې میاشتې لپاره تړل کېږي،چې سرغړونه یې کړي وي.»

الهام وايي، ښار کې د ماسټر پلان او اصناف بندۍ پلي کیدل دوام لري او پر وړاندې به یې شته ستونزې نږدې ورځو کې هوارې شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist