Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې یو ځل بیا د کورونا وبا مثبتو پېښو کې زیاتوالی راغلی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/29

د کندهار  روغتيا رياست مسوولين وایي، دغه ولایت له تېرو څلورو اونيو راهيسي د پخوا پرتله د کورونا وبا مثتبې پېښې ۲۰ سلنه زياته شوي، خو پر وینا یې د کورونا د نوي بڼې امېکرون مثبتي پېښي تر اوسه نه دي ثبت شوي.

سويلي حوزه کي د کورونا د بېړني مرکز مشر ډاګټر محمد سرور فېروزي وايي:«له لومړي سره د کورونا پېښې په ټپه نه دې درېدلي،داسې ورځ دې نه وي،چې موږ دې مثبتې پېښې نه وي ثبت کړي،خو له تېرو څلورو اوونیو راهیسې مثبتې پېښې زیاتې شوي. هره ورځ له لسو تر ۱۵ پورې موږ مثبتې  پېښې ثبت کوو.» 

د کندهار ښار اوسېدونکي بيا له روغتيایي مسولينوغواړي،چې د کورونا د نوې بڼې امېکرون له امله د پېښېدونکو روغتيایي ګواښونو د مخنیوي لپاره سر له اوسه چمتوالی ونیسي، ځکه په تېر کې کورونا له زياتو کسانو ژوند اخېستی.

د کندهار ښار اوسېدونکی سید ابراهیم شاه وايي:« خلک باید د کورونا وبا پر وړاندې جديت په پام کې ونیسي.د ډاکترانو ټولې سپارښتنې باید عملي کړي. د  لاسونو وینځل، ماسک کارونه او فاصلې  باید مراعت کړي.»

په سويلي حوزه کې د کورونا د بېړني مرکز مشر ډاګټر محمد سرور فېروزي وایي، تر اوسه په کندهار کې د کورونا د نوې بڼي امېکرون پېښي نه دي ثبت شوي، خو پر وینا یې دوی د کورونا د ناروغانو د درملني لپاره پوره چمتوالی او امکانات لري.

فېروزي  زیاتوي:« د اوس لپاره ټول امکانات، وسایل او درمل په پوره اندازه موجود دي، خو که پېښې تر دې زیاتې شي، یا حالت بېړنی کېږي، نو بیا به هغه وخت د امکاناتو په اړه مالومات کېږي.» 

د مالوماتو له مخې، په کندهار کې تر دې اوسه پورې د کورونا ۸۴۸۸ مثبتي پېښي ثبت شوي، چې له ډلي يې ۲۴۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او  ۸۲۹۵ تنه بېرته له دغې ناروغۍ رغېدلي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist