د افغانستان او نېډرلڼد لوبډلو تر منځ د درېيو يو ورځنو لوبو د لړۍ دويمه لوبه کې افغان لوبډلې نېدرلنډه ته په ۴۸ منډو ماته ورکړه او له دې بريا سره د لوبو لړۍ یې وګټله.
دغه سیالۍ،چې د قطر پلازمېنه دوحه کې وشوه، پچه افغانستان وګټله، لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
افغانستان ۵۰ اورونو کې د رحمان الله ګربز د ۱۰۳ منډو په مرسته نېدرلنډ ته د ۲۳۸ منډو هدف وټاکه، خو د نېدرلنډ ټوله لوبډله په ۱۸۹ منډو وسوځېدله.
د افغانستان او هالنډ ترمنځ د درېیو یوې ورځنیو لوبو دغه لړۍ درې ورځې مخکې پیل شوه چې لومړۍ لوبه هم افغانستان ګټلې ده.
دا لوبې د ۲۰۲۳ د یو ورځنیو سیالیو نړیوال کپ ته د ورتګ مستقیمه لار ده او په هرې بريا سره ۱۰ نومرې ورکول کیږي.
افغانستان ټولې دا ډول شااوخوا ۲۳ لوبې لري،چې تر دې دمه یې پنځه لوبې کړي او پنځه واړه یې ګټلې دي.