د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو پنځه میاشتو کې یې درې نیم میلیونه وګړو ته د کورونا وبا ضد واکسین تطبیق کړی او غواړي دغه لړۍ لا چټکه کړي.
د یاد وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر وايي،هره ورځ تر ۲۱ زره کسانو ته د کورونا وبا ضد واکسین لګوي.
هژیر وايي، د واکسین تطبیقاتو لپاره له کلینکونو سربېره، ښوونځي پوهنتونونه، دولتي ودانۍ، مسجدونه او نور ځایونه هم کاروي او هڅه کوي دا لړۍ لا چټکه کړي.
هژیرزیاته کړه:« د هېواد پر کچه ۱۰۶۴ د واکسین د تبطیق مرکزونه لر، چې له ډلې یې ۱۲۴ په کابل او ۹۱۱ نور یې ولایتونو کې دي. هره ورځ په نورماله توګه هېوادوال واکسین کېږي.»
هژیر وايي، د اسلامي امارت له راتګ تر دې دمه درې نیم میلیونه کسان په مرکز او ولایتونو کې واکسین شوي او دا لړۍ دوام لري.
هژیر د کورونا وبا واکسین د زیانونو په اړه اوازې بې ځایه ګڼي او ډاډ ورکوي،چې درې ډوله واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له خوا تائید شوی دی.
هغه وايي، تر درې میلیون ډوزه واکسین چمتو لري او ۵ میلیونه نور ورسره بېلا بېلو هېوادونو ژمنه کړې،چې هغه به هم ژر راورسېږي.
هژیر زیاته کړه:« اوس مهال ۳ میلیون ډوزه واکسین لرو او دغه راز ۵ میلیون ډوزه نور د بېلا بېلو هېوادونو او سازمانونو له خوا د عامې روغتیا وزارت سره ژمنه شوې،چې ډېر ژر به هغه هم راورسېږي.»
عامې روغتیا وزارت وایي، په تیر ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د ګوزڼ ۴ مثبتې پېښې ثبت شوې و، خو سږ کال تر اوسه پورې د کومې پېښې خبر نه شته د ی او د پولیو ضد واکسین د تطبیق لړۍ هم دوام لري.