د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالباري عمر د شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۱۸ مه» په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، د کورونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره بشپړ چمتوالی لري.
عمر وايي، د کورونا وبا ضد واکسین په منظم ډول تطبیق کیږي او هره ورځ له لسو تر ۱۵ زرو کسان واکسین کېږي.
عمر زیاته کړه:« موږ د واکسینو لړۍ پیل کړې او د ورځې له لس زرو نیولې تر ۱۵ زره کسانو ته واکسین تطبیق کوو. دا هغه شمېرې دي،چې موږ ته رارسیږي او کیدای شي تر دې هم زیات وي. ډېر خلک معافیت ترلاسه کوي.»
خو د کورونا د نوې بڼې اومېکرون په تړاو هیڅ نه شي ویلی،ځکه تر اوسه یې په افغانستان کې د تشخیص وسایل نه شته دی.
عمر وايي، د روغتیا نړیوال سازمان ورسره ژمنه کړې،چې د روانې جنورۍ میاشتې تر پایه به ورته د اومېکرون د تشخیص وسایل واستوي.
عمر زیاتوي:«له موږ سره د روغتیا نړیوال سازمان ژمنه کړې،چې د روانې جنورۍ میاشتې تر پایه له د اومېکرون د تشخیص وسایل راولیږي. هغه کسان چې دا وسایل به کاروي، د هغوی ټریننګ به هم د روغتیا نړیوال سازمان له لوري کېږي.»