Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اقتصاد پوهان:د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره له نړیوالو او ګاونډیانو سره د دوه اړخېزو اقتصادي همکاریو لپاره باید جدي اقدام وشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/09

د  اقتصادي چارو یو شمېر پوهان وايي،داقتصادي پراختیا او د فقر او بې کارۍ له منځه وړلو لپاره د افغانستان نوي نظام لپاره د نړیوال او ملي مشروعیت ترلاسه کولو سربېره له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو سره داقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا مهمه بلله کېږي.

 اقتصاد پوهان ټینګار کوي،چې له اوسني بد اقتصادي وضعیته د وتلو لپاره دې اسلامي امارت پر بانکي سیستم وضع کړي محدودیتونه لرې او په هېواد کې دې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي. 

اقتصاد پوه عبدالقادر جیلاني وايي:«  د اقتصادي ودې او پراختیا  فقر او بې کارۍ له منځه وړلو لپاره باید اسلامي امارت د ملي مشروعیت ترڅنګ نړیوال رسمیت هم ولري. د دې لپاره باید واضح او مشخصه بهرنۍ پالیسي ولرو او نړیوالې ټولنې سره ګاونډیانو سره د دوه  اړخېزو اقتصادي همکاریو لپاره باید اساسي اقدامات ترسره شي. له دې سربېره باید ډېر تمرکز باید پر اقتصادي سکتور باندې وي، له ملي سوداګرو باید کلک ملاتړ وشي، له بانکي سکټور نه باید محدودیتونه لرې شي،صنعتي پارکونه فعال شي او د پانګونې  لپاره باید ټولې اسانتیاوې برابرې شي،ترڅو په افغانستان کې اصلي اقتصادي حرکت ولرو.» 

اسلامي‌امارت وايي،د اقتصادي ودې لپاره یې پلانونه د عمل په درشل کې دي او په کرنې او نورو برخو کې د بنسټیزو پروژو پلي کول او همداراز د کانونو قانوني  کېندنه، د اوسپنې پټلۍ غځول او د هوايي دهلیزونو پرانېستل کولای شي، افغانستان له اقتصادي بحران وژغوري. 

د بهرنیوچارو وزارت د اقتصاد مشر شفیع اعظم  وايي:«  د اقتصادي خود کیفايۍ لپاره اصلا په بنسټیزو او پراختیايي پروژو باندې کار کول دي،چې هغه د زراعت میکانیزه کول دي، د کانونو کیدنې لپاره زمینه سازي ده. د ټرانزیت په  برخه کې اسانتیاوې برابرول دي، د ریل پټلۍ غځول دي، د هوايي کورېډور او دې ورته نور موضوعات دي .))

اخوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي، له خصوصي سکتور ملاتړ کوي،د فساد مخه نیسي او همداراز کورنیو او بهرنیو پانګه والو ته به د پانکوونې زمینه برابره کړي. 

سمنګاني زیاته کړه:« اقتصادي خود کیفايي د افغانستان د ټولو ستونزو د حل لار ده. اسلامي امارت د دولت ادارو د ظریفتونو لوړوالي ترڅنګ له خصوصي سکتوره ملاتړ کوي،د بیروکراسۍ د له منځه وړلو سره بهرنیواو کورنیو پانګه والو ته د پانګونې ښه زمینه برابره کړي،ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره او د دولت عواید زیات شي .» 

دبهرنیو چارو وزارت د اقتصاد ریاست بیا په روان کال کې د ټاپي پروژې د پلې کیدو  او ریل پټلۍ له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا د وصل خبره کوي،چې په وینا یې له دې سره به افغانستان له اقتصادي اړخه پرځان بسیا شي.

د بهرنیوچارو وزارت د اقتصاد مشر شفیع اعظم  وايي:« عملآ د سوېلي اسیا او مرکزي اسیا  د وصلیدو لپاره هلې ځلې شوي دي. د ټاپي پروژې د عملي کیدو لپاره خبرې روانې دي او په دې کال کې به یې د عملي کیدو شاهدان یو. د ریل پټلۍ د غځیدو لپاره کار روان دی او دا هم په همدې کال کې به عملي شي.» 

په اوسنیو شرایطو کې افغانستان له بد اقتصادي وضیعت او بشري ناروین سره مخ دی او حکومت هم په دغه برخه کې پاتې راغلی او له نړیوالو یې مرسته غوښتې.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist