Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د وچې مېوې سوداګر: بانکي محدودیت مو کاروبار اغېزمن کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/08

په کندهار ولایت کې د وچې مېوې یو شمېر سوداګر وايي، سږ کال د سويلي حوزې د وچي مېوې ترلاسه شوي حاصلات د کيفيت او قيمت له پلوه ښه دي،خو د بانکونو د محدود فعاليت له امله  کاروبار کم شوی او د تېر په شان صادرات نه ترسره کېږي.

 د وچې مېوې یو تن سوداګر وايي:« خلک د مېوو له حاصلاتو ډېر خوشاله دي.خو ستونزه له بانکونو د پیسو اېستلو کې ده. ممیز، ابجوشي، بادام، شکرپاره او انځر د تېر کال پرتله لوړ هم دي. ښیې پيسې هم جوړه وي،خو ستونزه دا داه،چې نقدې پیسې نه شته دی.» 

د وچې مېوې یو بل سوداګر وايي:« شکر ده، سږ کال د مېوې حاصلات ډېر ښه دي. په تېر کې حاصلات دومره ښه نه ول.  بیې هم د تېرو کالونو پرتله ښیې دي.» 

د حاجي حفېظ الله په نوم د کندهار د وچي مېوې بازار کې د مميزو يو سوداګر بیا وايي،د بانکونو د فعالیت د محدوديت له کبله دوی پوروړي دي او که ستونزه هواره نه شي،مېوه له صادرېدو پاتې او ګدامونو کې به خرابه شي.

اخوا د کندهار سوداګرۍ خوني مرستیال عبدالباقي بینا وايي، د روان کال له پيل راهيسي بهرنیو هېوادونو ته له کندهاره ۶۲ رزه ۷۲ ټنه وچه مېوه د ۱۸۹ مېلونو ډالرو په ارزښت صادره شوې، چې د تېر کال پرتله یې نړيوالو مارکيټونو کې قيمت هم لوړ دی.

بینا هم بانکي محدوديت او د لارو بندېدل د افغان صادراتو پر وړاندي لویې ننګوني بولي.

بینا زیاتوي:« وړاندې پیسې د خصوصي بانکونو له لارې لېږدول کېدې، خو اوس متاسفان باید ووایو،چې هغه لېږدول شوې پیسې هم سوداګرو ته ډېرې کمې ورکول کېږي.» 

بادام،انځر،مميز، شکرپاره او آبجوشي د سويلي ولایتونو د وچي مېوې مهم پېداوار دي،چې زيات ګاونډيو هېوادونو  او په ځانګړي ډول پاکستان او هند ته صادريږي.

 اسلامي امارت ویلي، د تېر پرتله سوداګرۍ کې ستونزي هواري شوي او دوی په دې لټه کې دي،چې د هېواد سوداګرو ته اسانتیاوي نوري هم زياتي او بانکي محدوديت له منځه يوسي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist