ساینسپوهانو د تازه څېړنو له مخې ویلي، د کورونا وبا نوې اومېکرون بڼې له امله د مړېنې کچه ځکه کمه ده،چې سږو ته د نورو پرتله کم زیان اړوي.
خو دغه څیړنې ښيي چې اومېکرون بیا تر اصلي کورونا او دلتا څخه ۷۰ ځله ژر خپریدونکې ده.
څېړونکي وايي اومېکرون په ډېره کراره د سږو بهرنۍ پردې چې تنفس پرې کیږي، اغیزمنې کوي او همدا لامل دی،چې له امله یې مړینه د نورو بڼو پرتله کمه ده.
دوی وايي، پر اومېکرون بڼه اخته کسان تر روغتونونو رسیږي،خو ډېر کم یې اوږدمهالي بستر ته اړتیا لري.
اخوا په چین او یو شمیر اروپايي هېوادونو کې د کورونا وبا پیښې یو ځل بیا زیاتې شوې دي او خلک یې سختو محدودیتونو مراعت کولو ته اړ کړي دي.