په کابل کې د کورونا ناروغۍ د درملنې تر ټولو ستر روغتون افغان جاپان مسوولین وايي، د کورونا وبا د درملنې او د دې ناروغۍ د تشخیص لپاره د توکو له کمښت سره مخ دي.
دوی وايي، د کورونا وبا د تشخیص کېټونه مخ په خلاصېدو دي او که پر وخت مرستې ونه شي، نو له سختو ستونزو سره به مخ شي.
د یاد روغتون کارکوونکو پر نړیوالو بنسټونو په تېره د روغتیا پر نړیوال سازمان غږ کړی دی،چې په افغانستان کې له کورونا وبا سره د مبارزې لپاره د اړینو تجهیزاتو مرسته وکړي.
د افغان جاپان روغتون مسوولین په داسې مهال د توکو د کمښت خبره کوي،چې په نړۍ کې د کورونا وبا نوې بڼه اومیکرون پر چټکۍ د پراختیا په حال کې ده.