د هرات عامې روغتیا ریاست وايي، د درملو بینه ټولو درملتونونو کې يو شان ده او له سر غړوونکو سره به قانوني چلن کوي.
یاد ریاست وايي، د عامي وزارت د روغتيايي خدمتونو رسولو معين داکتر عبدالباري عمر ويلي دغه ولايت کې ۶۰ سلنه خصوصي روغتونونه له جواز پرته فعاليت کوي،چې قانوني بر خورد به ور سره وشي.
هغه ټينګار کړی دی،چې د ارزونې کميټې له لوري مشخص کړل شویو خصوصي روغتونونو ته به لومړی اخطار ور کول کيږي،که تر لسو ورځو خپلې چوپړتیاوې معياري نه کړي،نو وبه تړل شي.