په سوېل زابل ولایت کې د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۲۴ مه» د سوک وهنې سیالۍ پيل شوې.
مسوولین وايي، په دغو سیالیو کې د زابل تر څنګ د پلازمېنې کابل، غزني، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو ورزشکارانو هم ګډون کړی دی.
دوی وايي، د دغو سیالیویې موخه پرر کور دننه او بهر کې ښو سیالیو ته د افغان ورزشکارانو هڅونه ده.
د زابل ورزشي آمر احمد غلامي وايي:« موږ هڅه کوو،چې په ورته سیالیو سره ځوانان ورزش او سیالیو ته وهڅوو. موږ په دې هڅه کې یو،چې ورزشکارانو ته زیات امکانات برابر کړو.»
د سوک وهنې سیالیو ګډونوال ورزشکاران د دغو ډول سیالیو پیل کېدل د ورزش په برخه کې د ځوانانو د هڅونې لپاره ګټور ګام ګڼي.
دوی غوښتنه کوي، چې د ورته سیالیو په ډېرېدو سره به له هېواده بهر سیالیو کې هم د پاموړ لاسته راوړنې ولري.
د سوهنې سیالۍ یو تن ګډونوال وايي:«دغه ډول سیالۍ به وکولای شي، چې د هېواد ټول ورزشکاران یو ځل بیا د خپلې خوښې سیالیوته وهڅول شي. زموږ غوښتنه دا ده،چې امکانات دې راکړل شي، تر څو په بهرنیو هېوادونو کې په ښو سیالیو کولو سره دهېواد نوم وځلوو.»
زابل د هېواد په سویل کې له ورسته پاتې ولایتونو شمېرل کېږي،چې ورزشکاران یې له مرکز د زیاتو امکاناتو او پاملرنې غوښتنه کوي.
دا په زابل ولایت کې د اسلامي امارت واک تر رسېدو وروسته لومړی ځل دی،چې دغه ولایت کې د اوو ولایتونو د سوک وهنې سیالۍ پېل کېږي.