دوی وايي، که د روان اقتصادي بحران مخه ونه نيول شي،د لوږې له یوه لوی ناورین سره به مخ شي.
د کندهار ښار اوسېدونکی محمد ولي دا مهال د دغه ښار په یوه برخه کې د نانوايي کې کار کوي.
ولي وايي، د اوړو لوړو بیو ځکه د نانوايي تړلو ته اړ کړی، چې په وینا یې، که د ډوډۍ بیه لوړه کړي، پېرېدونکي له لاسه ورکوي او که یې د پخوا پر بیه وپلوري، د ګټې پر ځای به دروند زیان وکړي.
ولي وايي:« زه اوس حیران یم، چې نانوايي بنده کړم او که. دې لوړو بیو له زموږ لاره ورکه کړې ده. که ډوډۍ پر لوړه بیه پلورو،مشتریان له لاسه ورکو او که بیه لوړه نه کړو، د ګټې پر ځای به تاون منم.»