Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د ۲۶ کلبونو ترمنځ  د غېږنیونې سیالۍ پيل شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/15

په کابل کې نن  چهار شنبه د «۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۲۴مه» د ۲۶ کلبونو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ  پيل شوې.

د غېږنیونې ملي فدراسیون مشر عبدالله عزیز وايي، په دغه سیالیو کې ۲۶۰ لوبغاړو برخه اخیستې او دوه ورځې به د وام وکړي.

عزیزي وايي، د دغوسیالیو ګټونکي لوبغاړي به د غېږنیونې  ملي ټیم ته لاره پیدا کړي او په ملي ټیم کې د سیالۍ تر ګټلو وروسته به له هېواده بهر لوبو ته چمتو شي.

عزیز زیاته کړه:« د لوبغاړو شمېر تر ۲۶۰ دی،چې د منفي ټیم ملي لپاره دي،خو د ملي ټیم د ملاتړ لپاره چې ۴۰ کسان غوره کېږي، لس د لومړي مقام، لس د دویم مقام او شل د درېیم مقام لپاره.»

د دغه سیالیو نور تنظیمونکي وایي، د اسلامي امارت په مشوره یې دا سیالۍ برابرې کړي او اړوندو مسوولینو د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د غېږنیونې روزونکی عبداللطیف خنجري وايي:«  درې میاشتې مخکې اسلامي امارت له موږ غوښتنه وکړه،چې د غېږنیونې سیالۍ ترسره کړو،خو دا چې لوبغاړو وس نه درلوده او بې روزګاره وو،نو په ډېرې سختۍ سره  مو دا سیالۍ تنظیم کړې.»

د غېږنیونې لوبې لوبغاړي وايي، بې وزلۍ او بې روزګارۍ یې ژوند اغېزمن کړی او په وینا یې که مالي ملاتړ یې وشي،ډاډه دي چې له هېواده بهرسیالیو کې به د افغنستان بیرغ رپاند وساتي.

یو تن غېږنیونکی محب علي وايي:«لوبغاړو ته باید بهرني سفرونه برابر شي،ځکه ان تیر کال هم د المپیک سیالیو ته له افغانستان څوک لاړ نه شول.»

یو بل غېږنیونکی   طارق عمر بیا وايي:« اوس مې لومړۍ سیالۍ  وه،چې لس پر صفر ومې ګټله. مالومه نه ده، خو څومره کسان چې وزن کې وي او ګټلې یې وي له هغوی سره سیالۍ کوو.»

د غېږنیونې ملي فدراسیون مسوولین وايي، له دغو ۲۶۰ لوبغاړو په درې پړاونو کې  ۴۰ لوبغاړي ملي لوبډلې ته غوره کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026
خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

جنوري 18, 2026
خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې
لوبې

خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

جنوري 6, 2026
د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
لوبې

د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

جنوري 6, 2026
کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه

جنوري 1, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist