د کابل ښار اوسېدونکي او مرستندویه بنسټونه له نړيوالو غواړي،چې د خوراکي توکو سربېره دې د درملو برخه کې هم مرسته وکړي.
افغانستان کې د بشري مرستو د تنظيم او توضېع کميسیون مشر شرف الدین مسلم هم وايي، نړيوال او مرستندويه ادارې دې له خوراکي توکو سربېره روغتيايي برخې هم ته پاملرنه وکړي.
مسلم زیاته کړه:« په اوس وخت کې ورته ډېره اړتیا ده. يو خو دغه د صحي سکتور برخه ده،چې درملو ته اړتیا لري. زموږ غوښتنه هم دا له نړيوالو او مرستندويه ادارو دا ده، چې په دغه برخه کې مرسته وکړي. د افغانستان له مظلوم ملت سره او دوهم دا چې ژمی را روان دی نو البسې ته اړتیا ده. همدا راز خوراکي موادو ته هم اړتیا ده.»
اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هم په دې باور دي،چې د اړمنو کسانو شمېر زيات او د مرستو کچه په کمه اندازه ده او په خبره یې نړیوال دې ټولو اړتیاوو ته په کتو خپلې مرستې چټکې کړي.