د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې شاون تیټ د چهار شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۱۰ مه» له خپلې دندې استعفاء کړې.
ټیټ وروسته له هغې د استعفاء اعلان وکړ، چې یوه ورځ وړاندې د کرېکټ د ملي لوبډلې سر روزونکي لېنس کلسنیر وویل، نه غواړي،چې له افغان لوبډلې سره د روزونکي په توګه کار ته دوام ورکړي او د ډسمبر په پای کې یې قرارداد بشپړېږي.
تیټ شاون د روان ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د افغانستان د کرېکټ بورډ له خوا د ۵ میاشتو لپاره ګومارل شوی و.
تیټ ویلي، د افغان لوبډلې په تېره بیا د دغه ټیم له ځوانو بالرانو سره له کاره یې خوند اخیستی او فکر کوي،چې افغان لوبغاړي ډېره ښه راتلونکې لري.