کندهار کې د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د ممیزو او تازه انګورو په تولید کې د تېر کال پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د یادې خونې مشر نصر الله زهیر وايي، کندهار کې د انګورو کلنی تولید تر ۲سوه او ۸۰زره مټریک ټنه پورې رسېږي، چې درې برخې يې په تازه بڼه او یوه برخه يې له وچېدو وروسته کورنیو او نړيوالو مارکېټونو ته صادرېږي.
زهیر وايي، له دغو ۲سوه او ۸۰زره تولید شويو انګورو ۳۵ زره مټریک ټنه ممیز تولید شوي دي.
زهیر زیاته کړه:« زموږ د تازو او وچو مېوو لپاره یوازې پاکستان او هندوستان د مارکېټ لپاره کارول کېږي،خو زموږ مېوه تر دغو مارکېټونو زیاته ده، که بل مارکېټ ورته ونه موندل شي، زموږ د مېوو قیمتونه به ټيټ وي.»
خو بڼ وال او سوداګر وايي، سږ کال یې مارکېټ کمزوری او نه دي توانېدلي، چې له پاکستان پرته یې نورو هېوادونو ته هم د ليږلو زمینه برابره کړي.
د ممیزو یو تن سوداګر وايي:« زموږ د ممیزو کاروبار سږ کال ډېر کمزوری دی، بیې کښته دي، لارې بندې وې، که زموږ ستونزې حل نه شي، موږ به سږ کال هم په خپل کاروبار کې زیان وکړو.»
باور دادی، چې دغه ولایت کې به د انګورو او ممیزو بازار هغه مهال نور هم پراخ شي،چې د کرنې ریاست لرې پرتو ولسوالیو کې د عصري باغونو او ممیز خونو جوړول زیات کړي او کروندګرو ته د انګورو او مميزو د ترویج په برخه کې مشورې ورکړي.