د لویې پکتیا جلغوزیو یو شمیر کارو باریان وایي، جلغوزي پر کور دننه وړ بازار نه لري، لومړی د پښتونخوا وزیرستان او بیا د پاکستان ښارونو ته لیږدول کېږي او هغه هېواد یې پر خپل نوم نورو هېوادونو ته صادر کوي.
پکتیا کې د جلغوزیو یو تن کاروباري وايي:« تیر کال یو من جلغوزي تر پنځه دیرش زره کلدارو پلورل کېدل،خو سږ کال دا بیې نیمایي راټیتې شوي دي. له پنځلسو تر شلو زرو کلدارو پلورل کیږي.»
پکتیا کې د جلغوزیو یو بل کاروباري وايي:« که چېرته د افغانستان له لارې چین ته مستقیم صادر شوي بیې به یې لوړې شي، خلک به مو ګټه وکړي اوس خو یې بیې بیخي را لویدلي دي.»
په تیرو کلونو کې به جلغوزی د هوایي دهلیز له لارې چین او نورو هیوادونو ته لیږدول کیدل،خو سږ کال یوازې یو ځل څو ټنه استول شوي دي .
د جلغوزیو یو تن کاروباري معصوم خان وايي:« د مخکیني حکومت پر مهال چې جلغوزي چین ته صادریدل نیمایي کرایه یې حکومت پرې کوله او پاتې سوداګرو، خو اوس هېڅ ډول داسې اسانتیاوې او همکاري نه شته دی.»
اوس د لویې پکتیا جلغوزي لومړی د پښتونخوا وزیرستان او وروسته د پاکستان بېلابېلو ښارونو ته وړل کېږي او هغه هېواد یې پر خپل نوم نورو هېوادونو ته صادر کوي.
د جلغوزیو یو تن کاروباري علم خان وايي:«که زموږ جلغوزي په مستقم ډول چین ته صادر شي، ښه ګټه کوي،خو اوس پاکستان ته وړل کېږي،چې بیې یې نیمایي او پیسې یې څو میاشتې وخت نیسي او هغه هېواد یي بهرنیو هېوادونو ته پر خپل نوم صادروي.»
کاروباریان له اسلامي امارته غواړي،چې جلغوزیو ته یې وړ نړیوال بازار ومومي او پاکستان ته یې د لیږد مخه ونیسي،چې په نیمه بیه او د څو میاشتو په وعده یې پلوري.