Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پکتیا لجه منګل کې د مخابراتي خدماتو نه شتون؛ خلک د یوې ټلیفوني اړېکې لپاره ساعتونه مزل کوي

د پکتیا لجه منګل کې د مخابراتي خدماتو نه شتون؛ خلک د یوې ټلیفوني اړېکې لپاره ساعتونه مزل کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/21

په سوېل کې د پکتیا ولایت لجې منګل ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په دغې ولسوالۍ کې هېڅ ډول مخابراتي خدمات نه شته دی او د یوې ټلیفوني  اړیکې نیولو لپاره ساعتونه مزل کوي.

دوی زیاتوي، مخکې یې سیمه کې یوه مخابراتي شبکه فعاله وه، خو په خبره یې جګړو کې ویجاړه شوې او اوس د یوې اړیکې نیولو لپاره نورو ولسوالیو او یا هم د غرونو څوکو ته ساعتونه مزل کوي.

د لجې منګل ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« ستونزه دومره ده، چې د یوه ټلیفون لپاره څمکنیو ته ځو، مخکې یوه پایه فعاله وه، چې اوس ویجاړه شوې ده. دا زموږ لویه ستونزه ده او باید هواره شي.»

د لجې منګل ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:«د اړتیا لپاره کله، چې اړیکه نیسو، څمکنیو او احمدخیلو ولسوالیو ته ځو او یا هم د غرونو لوړو څوکو ته ساعتونه مزل کوو.»

ځايي مسوولین هم په لجه منګل ولسوالۍ کې د مخابراتي خدمتونو نه موجودیت ستره ستونزه یادوي او له مخابراتو وزارت غواړي، چې د هواري لپاره یې ګام واخلي.

 د لجې منګل ولسوالۍ ولسوال وايي:« مخابراتي ستونزه بیخي زیاته ده. دلته کار نه کوي، عام ولس او یا هم موږ چې اړیکه نیسو،څمکنیو او یا هم احمدخیلو ولسوالۍ ته ځو.»

د لجې منګل ولسوالۍ د استخباراتو مدیر وايي:« موږ لجه منګل ولسوالۍ کې د مخابراتي خدمتونو د نه موجودیت له کبله له ستونزې سره مخ یو. مخکې یوه پایه فعاله وه، خو اوس  د جګړو له کبله ویجاړه شوې ده.»

د لجې منګل ولسوالۍ د مخابراتو مدیر حکمت الله بیا وايي، نږدې راتلونکې کې به دغه ولسوالۍ کې د مخابراتو ویجاړه شوې پایه ترمیم او فعالیت به بېرته پیل کړي.

حکمت الله زیاتوي:« موږ د افغان ټیلي کام  له مسوولینو سره خبرې کړي دي. هغوی ډاډ راکړی، چې هغه تخریب شوی سایټ به هم فعال شي او یو بل به هم جوړ شي.»

لجه منګل د ګردیز پټان پر لویه لاره پرته غرنۍ ولسوالي ده، چې د جګړو له امله ورته په هېڅ برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی او خلک په کې ان د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې
ټکنالوژي

د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې

جنوري 15, 2026
اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل
ټکنالوژي

اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل

دسمبر 11, 2025
د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي
افغانستان

د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي

دسمبر 3, 2025
«اسانه درملنه» په نوم اپلکېشن فعال او د خلکو په واک کې ورکړل شو
ټکنالوژي

«اسانه درملنه» په نوم اپلکېشن فعال او د خلکو په واک کې ورکړل شو

اکتوبر 4, 2025
د نوري فایبر پرېکول به پر ښوونیزو، روغتیايي، بانکي او سوداګریزو چارو دروند ناوړه اغېز ولري
ټکنالوژي

د نوري فایبر پرېکول به پر ښوونیزو، روغتیايي، بانکي او سوداګریزو چارو دروند ناوړه اغېز ولري

سپتمبر 18, 2025
هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
ټکنالوژي

هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو

جولای 1, 2025

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist