په شمال بلخ ولايت کې د چرګانو يو شمېر فارم لرونکي شکايت کوي، چې وروستيو څو مياشتو کې يې کاروبار زيانمن شوی او توليدات يې نيم په نيمه راکم شوي دي.
دوی وايي، له يوې خوا د چرګانو د دانې بیو لوړوالی او بل لور ته له پاکستانه د چرګانو د بې کيفيته غوښې د وارداتو زياتېدو سره يې توليدات له رکود سره مخ دي.
مزارشریف ښار کې د چرګانو یو تن فارم لروونکی علي مراد وايي:« مصرف يې ډېر زيات دی، هره ورځ زموږ فارم ۲۰ زره افغانۍ لګښت لري، چې په لسو ورځو کې دوه سوه زره افغانۍ کېږي، خو اوس وضعيت داسې شوی، چې کله موږ خپل چرګان حاصل ته ورسوو او ويې پلورو، نو ګټه خو نه کوو، بلکې ځنې وخت قرضداره کېږو هم.»
په مزار شریف ښار کې یو بل د چرګارنو فارم لروونکی سيد انور وايي:« ستونزې ډېرې دي، د چرګانو ناروغي زياته شوې، درمل يي نه شته دی، بل دا چې له بهره د يخ وهلو چرګانو د غوښې د وارداتو په زياتېدو زموږ بازار خراب شوی دی. دولت يې بايد مخه ونيسي.»
نجيب الله رجايي په مزارشريف کې د چرګانو د یوه لوی فارم څښتن دی، چې پخوا يې هره مياشت لسګونه زره چرګان بازار ته عرضه کول؛ خو اوس وايي کاروبار يې ۷۰ سلنه سقوط شوی او که ستونزې یې حل نه شي، نو فارم به يې وتړل شي.
رجايي زیاته کړه:« په بلخ ولايت کې ټول دوه زره فارمونه شته دي، خو دمګړۍ زه باوري يم، چې سل فارمونه به يې هم فعال نه وي، ما په خپل فارم کې پخوا پنځوس نفره کاريګر درلودل، خو اوس پنځه کسان راسره دي، هره ورځ به مې په ښار کې دوه سوه دوکاندارانو ته چرګان ورکول، خو اوس لس دوکانه هم نه شته دی.»
په ورته مهال بلخ کې د چرګانو فارم لرونکو ټولنې مسوول یونس غزنوي وايي، په وروستيو مياشتو کې له پاکستانه د چرګانو د بې کيفيته غوښو واردات لوړې کچې ته رسېدلې، چې له امله يې پر کور دننه د چرګانو فارمونه سقوط شوي دي.
غزنوي زیاته کړه:« له پاکستانه هغه چرګان واردېږي، چې زاړه شوي وي او هلته نور د استفادې وړ نه وي. دلته يې راوړي او په ارزانه بيه يې پلوري. له همدې امله افغان فارم لرونکي ورسره رقابت نه شي کولی. زموږ جدي غوښتنه دا ده، چې د پخوا په څېر دې له بهره د چرګانو د بې کيفيته غوښې واردات بند کړای شي.»
له دې سره د بلخ د سوداګرۍ او صنعت خونه وايي، د فارم لرونکو دغه شکايتونه ورته رسېدلي او د اسلامي امارت له چارواکو سره يې شريک کړي دي.
د دوی په خبره هر څومره ژر، چې له بهره د چرګانو د بې کيفيته غوښو د وارداتو مخه ونيول شي، نو ورسره به پر کور دننه توليدي فارمونه بېرته پر پښو ودرېږي.